د ايران د قرآن نړيوال خبری آژآنس (ايكنا) د يو راپور پراساس، حضرت آيت الله العظمی خامنه ای له الهی پيامبرانو په تيره بيا د اسلام د ستر پيغمبر د بلنې په مقابل كې پراخه دښمنی ته په اشارې سره وويل، له دې وروسته چې د ماركسيسم او ليبراليسم په شمول غير الهی بلنو ، دبشر نيكرغی نشو تامينولې،اوس زړونه او نظرونه اسلام ته متوجه دی، له دې كبله د عدالت غوښتنې او انسانی كرامت د مركز په توګه له اسلام سره دښمنی،ډيره سخته ده .
حضرت آيت ا... العظمی خامنه ای د اسلام ګران پيغبر بې احترامی ،د دښمنيو يوه بيلګه وبلله او زياته یې كړه،هیڅ باور نشی كيدلی چې په نړۍ كې له اسلام سره دښمنی او په مسلمانانو كې د بې اتفاقۍ رامنځته كول، د قدرتونو د اطلاعاتی ادارو له پلانونې او د هغوی له مالی ملاتړه پرته وی.
هغوی په دوام كې په دې په ټينګار سره چې د افراط پالنې په څير د مسلمانانه ځينې اقدامات ، سلطه ګرو هيوادونو ته د اسلام ځپنې لپاره پلمه په لاس وركوی څرګنده كړه: مسلمانان بايد د دښمنيو په مقابل كې د اسلام د ګران پيغمبر په څير ، داسلام په پيغام سره مقاومت وكړی.
د رهبرۍ ستر مقام د مسلمانانو،روڼ آندو، سياستوالو او ملتونو له لوری د مسلمانانو د او د دښمن د لارې د نقشې په پيژندلو ټينګار وكړ او زياته یې كړه:د دښمن اصلی نقشه، د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې رامنځته كول او د يو بل په ضد د اسلامی بيلابيلو مذهبونو د تعصبونو بنديز دی چې د اسلامی امت پام، د دښمنۍ له اصلی مركز يعنې فاسده پانګوالی او ظالم او نيواګر صهيونست رژيم څخه واړوی او همداراز د اسلامی ټولنې پرمختګ منحرف شی.
حضرت آيت ا... العظمی خامنه ای د دې خبرې په كولو سره چې لويدیځوالو پخوا ،د استعمار له لارې خپل هدفونه تعقيبول،او اوس د مسلمانانو ترمنځ د اختلاف د رامنځته كولو له لارې،خپل هدفونه لټوی ټينګار وكړ،لويدیځوال له ديموكراسۍ او بشری حقوق د دفاع په شعارونو سره نشی كولی چې له خپلې لمنې د استعمار د تور داغ پاك كړی.
1238871