IQNA

اسلامی بيدارۍ ډيره مهمه ښكارنده ده چې په استكباری فكرونو سره له مينځه نه ځی

20:16 - July 29, 2013
د خبر لمبر: 2568813
سياسی او ټولنيزه ډله: پوهنتونونو او د لوړو زدكړو د مركزونو ګڼ شمېر محصيلينو پرون ماسپښين د اسلامی انقلاب له معظم رهبر سره له مينې او خلوص نه په ډكه يوه غونډه كښې د مختلفو علمی، سائېنسی، پوهنتونی، اجتماعی، اقتصادی او سياسی موضوعاتو په باره كښې پوهنتونی ليدتوګی او خپلې پوښتنې مطرح كړې.
د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، حضرت ايت ا... العظمی خامنه ای په دې كتنه كښې د اسلامی انقلاب د ارمانونو او ائېډيالونو د بيانولو په ترڅ كښې د اسلامی بېدارۍ او د هغې د لوړو ژورو په شمول د څو مهمو موضوع ګانو شننه وكړه. دوی د سيمې په ځينو هېوادونو كښې روانو پېښو ته په اشارې سره زياته كړه، دغه پېښې ښودنه كوی چې په دغو هېوادونو كښې د اسلامی بېدارې ژورتيا موجوده ده، خو په دې وجه چې د مسائلو مديريت په ښۀ ډول ونۀ شونن د مصر د ستر هېواد حالات زيات دردناك شوی دی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د سنی او شيعه مسلمانانو ترمېنځ د اختلافاتو او دښمنۍ د رامنځته كولو لپاره د اسلام د دښمنانو هڅو ته په اشارې سره زياته كړه: په مختلقو سيمو كښې شيعه مسلمانان ځپل كیږی ځكه چې د ا خيال كوی چې شيعه د اسلامی جمهوريت طبيعی مركزيت لری، خو دښمنان په دې نۀ پوهېږی چې په اكثرو هېوادونو كښې سنی وروڼه په لا زياتې سختۍ سره له اسلامی نظام څخه دفاع كوی.
د سيمې د حالاتو په اوسنۍ حساسه موقع كښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر بيانات داسې بنيادی ټكو ته اشاره كوی چې په سيمه كښې د استكباری قدرتونو د فتنه اچوونكی ماهيت په پېژندلو كښې اهميت لری.
د اسلامی بېدارۍ غورځنګ نن كه څه هم د مصر په شان د سيمې په ځينو هېوادونو كښې له ترخو او ويروونكو پېښو سره مخامخ شوی دی خو همدغه ترخې پېښې د مذهبی، قومی او سياسی تفرقې په شان لړزوونكو افتونو ته د پاملرنې ضرورت دوه چنده كوی.
نن ورځ يو ډېر خطرناكه بهير چې د اسلامی بېدارۍ غورځنګ ګواښی اختلافونه او فرقه ايز، مذهبی ، قومی او ملی خونړيو نښتو باندې د دغو غورځنګونو بدلېدل دی.
په ځينو اسلامی هېوادونو كښې د كورنيو نښتو ډګر ته په هوشمندانه نظر سره د دغو غميزو شا ته د د دښمن لاسونه په څرګنده ليدې شو. تجربه هم ښودنه كوی چې د دا ډول دسيسې د لويدیځ او صهيونېزم د جاسوسی سروسونو لخوا او د تيلی ډالرو په مرستې او په تېره بيا په عربو سيمه كښې د ځينو ځان خرڅوونكو سياستوالانو په مرستې سره تعقيبیږی.
اوس لېبيا، مصر او تيونس او بلې خوا ته سوريه په يو بل ډول د فتنې او سازشونو په دغه اور كښې راغلې دی. همدغه حالت په پاكستان، عراق او لبنان كښې هم موجود دی. البته تجربې دا ښودلې ده چې مسلمان ولسونه د سلطه ګرو قدرتونو د سياسی دسيسو كړۍ ماتولې شی.
د دې حقيقت عينی مصداق د استكباری قدرتونو په مقابل كښې د ټیګ اودرېدنې د نمونې په توګه د ايران اسلامی جمهوری نظام او د ايران ملت دی. په ايران كښې د اسلامی انقلاب په كاميابۍ سره امريكه په مختلفو دسيسو او چلولونو سره د ايران د ولس په وړاندې اودرېده او نن هم دغه چلند البته د ګواښ، بائيكاټ او د اسلامی انقلاب د هدفونو او ائېډيالونو د بدرنګ ښودلو په قالب كښې تعقيبوی.
بې له شكه د اسلامی بېدارۍ غورځنګ جرړې او ژورتيا لری. په همدې وجه نن دغه اميد بخښونكی حركتونه د اسلامی بېدارۍ په لاره كښې د انحراف د رامنځته كولو لپاره له څركندو او پټو دسيسو سره مخامخ دی. هغه څه چې په دې وخت كښې بنيادی اهميت لری په اسلامی هېوادونو كښې د اسلامی بېدارۍ لپاره اوږدمهاله هدف لرل دی، او دا هم هغه حقيقت او مهم ضرورت دی چې د اسلامی انقلاب معظم رهبر په ګوته كړ.
1265290
captcha