IQNA

ايت الله كاشانی: اټومی موضوع په اسلامی ايران د دباو لپاره د لويدیځ پلمه ده

18:48 - October 18, 2013
د خبر لمبر: 2604915
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب د ايران د سوله ايزو اټومی فعاليتونو په باره كښې د لويدیځو هيوادونو په پلمو لټولو نيوكه وكړه.
د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله امامی كاشانی د نن ورځې د جمعې لمانځه په خطبو كښې په جينيوا كښې له پينځه جمع يوې ډلې سره په اټومی خبرو كښې د ايران د مركچيانو اغيزشيندونكو هڅو ته په اشارې سره وويل اټومی موضوع په ايران د دباو لپاره د لويدیځ پلمه ده.
مولانا كاشانی د امريكا د مقاماتو د څرګندونو په غير حقيقی بللو سره چې ويلی یې دی د ايران اټومی فعاليتونه د سيمې امنيت ګډوډوی ټينګار وكړ هغوې له دې موضوع چې د ايران دغه اټومی فعاليتونه سوله ايز دی او د ايران د اسلامی جمهوريت هم د سيمې د امنيت ترټولو ستر ملاتړی دی خبر دی.
ښاغلی ايت الله امامی كاشانی د ډلوژونكو وسلو د خپرولو او له هغوې څخه د استفادې په حرام بللو كښې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضر ت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای فتوا ته په اشارې سره ټينګار وكړ د مشر تابه د ستر مقام فتوا يوه (۱) سياسی فتوا نه بلكې مذهبی فتوا ده.
د تهران دجمعې لمانځه خطيب په دې خبرې ټينګار سره چې دايران داسلامی جمهوريت هیڅ كله په بل كوم هيواد تيری نه دی كړی ډاګينه كړه داپه داسې حال كښې دی چې د سيمې ځينو هيوادونو او رژيمونو په نورو هيوادونو تيری او نيواك سره ډير جنايتونه كړی دی.
ايت الله كاشانی دجمعې لمانځه دخطبو په بله برخه كښې له ايران څخه دهيوادونو ويرول او دمسلمانانو ترمينځ تفرقه اچول په تيرو كلونو كښې دمسلمانانو پرضد د نړيوال صهيونيزم او داستكبار ترټولو مهمه دسيسه وبلله .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب دمسلمانانو ترمينځ له جنګ درامينځته كولو او تفرقې څخه په استفادې سره د يوه (۱) وحشی دين په توګه د اسلام د معرفی كولو لپاره د اسلام د دښمانانو او لويدیځو هيوادونو د كوشش په باره كښې وويل اسلام د عدالت دين دی او اسلام له هر ډول سرزورۍ ليرې دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په دې خبرې سره چې دايران داسلامی جمهوريت او اسلام پرضد دنړيوال صهيونيزم او استكبار دښمنی ختميدونكی نه ده زياته كړه هغوې په هره پلمه داسلامی دنيا پرضد د خپلو دسيسو داجرا كولو كوشش كوی .
ښاغلی ايت الله كاشانی سلفيان او ددغه خطرناكې فرقې جنايتونه داسلامی دنيا د اوسنيو مشكلاتو عامل وبلل او یې ويل وهابيان د استكبار د پلانونو په چوكاټ كښې د اسلام دين په نوم د مسلمانانو پرضد هر ډول جنايتونه كوی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د سلفی فرقې پيدايش چې په تيرې پیړۍ كښې اوج ته رسيدلی دی ددرغجنو افكارو پراساس وباله او ویې ويل وهابيان نه د دين او نه د اسلام دګران پيغمبر حضرت رسول اكرم صلی الله عليه واله تابع دی بلكې په دې پلمه په خلكو ظلمونه كوی .
ايت الله امامی كاشانی د اسلامی امت د وحدت او كوټلتيا د ساتلو پرضرورت ټينګار سره وويل حقيقی مسلمان بايدپه اوسنيو حساسو شرايطو كښې د حقيقی اسلام د معرفی كولو لپاره هڅه وكړی .
هغه د ولايت فقيه وجود د وهابيانو د جعلی بنياد او دروغ د ايشوا كولو او د سوچه محمدی اسلام د بيانولو لپاره د مسلمانانو په ټولنه كښې يو بنيادی ضرورت وباله .
1304215


captcha