IQNA

افراط ګرو سره مقابله لپاره د ناټینګم مسلمانانو راغونډون

7:59 - December 29, 2014
د خبر لمبر: 2645713
نړیواله ډله: د انګلیس ناټینګم ښار مسلمانان پرون، د افراط ګرو سره مقابله کښې یوون ښودلو لپاره راغونډ شول.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د  «Nottingham Post»نه په نقل، دا راغونډون افراطی ډله باندې اعتراض کولو او د دغه ډله له اړخه اقدام کولو له اندېښنه او د دغه ډله په مسلمانانو ځوانانو باندې اثراتو هدف سره پیل شوه.

د ناټینګم ۲۸ کلن مسلمان وحید زمان ؤ ویل: د داعش غوندې ډلې د مسلمانانو د بدنامی سبب ګرځې او د خالص او پر خپله ژمنه ولاړ مسلمانانو په ژوند تاثیر لری.

هغه زیاته کړه: همدارنګه هغه مسلمانان ځوانان چې پوهنه نه لری ممکنه ده دا ډله یی ځان ته جذب کړی او مونږ غواړو چې خپل ځوانان له دغه افراطی ډله نه لری وساتو.

په دې راغونډون کښې، هغه غلط ادراک چې مسلمانان له افراطی او ترهګرو ډلې حمایت کوی هم څېړنې شو.

د ناټینګم ۳۳ کلنه مسلمانې ارم ناظر ؤ ویل: ما د افراطی ډله ناوړه پایلې تجربه کړی، او په لار کښې تحقیر کړی یم، دا راغونډون د افراطی ډله پېژندنې  او له هغې نه ډډه کولو هدف سره پیل شوی.

هغې زیاته کړه: داعش د یو شمېر ذهنی رنځورو ډله ده چې زه نه پوهېږم څرنګ ځان مسلمانان بولی، دې هیڅ وخت له مسلمانانو سره سمون نه لری، دې د مسلمانانو په اړه منفی احساسات لری.

د ناټینګم «لنتون» اسلامی مرکز مشر حسنین یعقوب څرګنده کړه: بی ساری غولوونکې وخت دی ځکه چې د اسلام په اړه ډېر غلط تصورات وجود لری او ځوانان ممکنه ده د دې غلط تصوراتو له کبله ګمراه شی، نو ځکه ضروری ده چې ټول مسلمانان د دې افراطی ډلې پر خلاف مقاومت وکړی.

http://iqna.ir/fa/News/2642466

captcha