قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا)راپور له مخې،د اسلامی کلتور او اړیکو سازمان عمومی اړیکو او اطلاع رسوونکې اداره نه په نقل سره، د اسلام او بودیسم خبرې غونډه د دې سازمان د دینونو او کلتورونو څانګه په مرسته د سری لانکا، میانمار او تایلېنډی بودایانو او د ایران نه د مسلمانانو لوی لوې لارښودو او پوهاندو په شتون سره د (افراطی ډلې او تاوتریخوالی سره مقابله کښې د مسلمانانو او بودایانو سره مرسته) عنوان لاندې پیل کېږی چې دو ورځې به ادامه لری.
میانمار کښې قومی نښتې او په دغه هیواد کښې په اخیرنی کال کښې د یو بودایی افراطی ډله له اړخه د یو شمېر بې ګناه مسلمانان قتل عام په حقله د ایرانی مسلمان پوهاندو او د ځنې بودایی لارښودو او پوهاندو د مختلفو هیوادونو نه شرکت کوونکو په دې غونډه کښې ګډون لوی ارزښت لری.
د دې غونډې د پرانیستا مراسمو کښې د اسلامی کلتور او اړیکو سازمان مشر ابوذر ابراهیمی ترکمان شتون او تقریر او همدارنګه د ایران د اسلامی کلتوری علمونو ډله مشر سید مصطفی محقق داماد، د دینونو او مذهبونو پوهنتون مشر حجت الاسلام الوالحسن نواب، د تهران هنری مطالعاتو پوهنتون مشر حسن بلخاری، د اسلامی او کلتوری سازمان دینونو او کلتورونو څانګه مشر علی محمد حلمی او د سری لانکا د ولسمشر مرستیال ګالاګاما داماراسی ترو، د میانمار نه د بودیسم مطالعاتو نړیواله اکاډمی مشر او د تایلینډ پرکارو ویبول پاتناناکیت شتون سره نن ۹:۳۰ نه تر ۱۲ پوری د اسلامی کلتور او اړیکو سازمان په الزهرء حسینیه کښې پیل کېږی.
بودایی او مسلمانانو پوهاندو د غونډه به دې دوره کښې د(اخلاقی او معنوی ارزښتونو کښې د دینونو پوهاندو او لارښودو برخه)، (د مسلمانانو او بوداییانو یو بل سره د مرستې ستونزې او حللارې)او هم دارنګه (د اسلام او بودیسم له افراطی نه او د تاوتریخوالی نه لری او اعتدال سره د دواړو خپرېدل) عنوان لاندې خپلې ویناوې او لیکنې وړاندې کوی.
دا غونډه به دویمه ورځ ۱۰ دی باندې قم ښار کښې ادامه لری.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/2645848