IQNA

د پاکستان جماعت اسلامی مشر څرګنده کړه

ډله ډلبندی، اسلامی ویښتیا سره مقابلې لپاره د امریکا ستړی کیسه

9:12 - December 31, 2014
د خبر لمبر: 2657649
نړیواله ډله: د اسلام او پاکستان دښمنانو توطئه محکوم کولو سره مولانا سراج الحق څرګنده کړه: مسلمانانو کښې ډله ډلبندی هغه ستړی کیسه ده چې امریکا تری د اسلامی ویښتیا سره مقابله کولو لپاره کار اخلې.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله (ټولنه) راپور له مخې، د پاکستان جماعت اسلامی مشر سراج الحق د اسلامی ولس یووالی ضرورت باندې تاکید وکړو او وې ویل: د اسلامی ولس یووالی له ایټم بم نه هم زیات تاثیر لری او له دې تاوتریخوالی او افراطی ډله سره مقابله یواځې لار هم د ولس یووالی دی.

سراج الحق چې د پاکستان باجوړ سیمه خلکو ته یی تقریر کولو د دې هیواد کښې د بهرنې دسیسه په مخامخ د ولس هوښیارتیا باندې تاکید وکړو او وې ویل: امریکا او ناټو په افغانستان کښې له ماتی سره مخامخ شوی او د رذالت نه پس له افغانستان نه تللو ته مجبور دی.

هغه زیاته کړه: جماعت اسلامی له نړیواله سازمانونو غوښتنه کوی چې د افغانستان په بهرنی چارو کښې لاس نه وهی، او د افغانستان ولس او خلک دی خوشی کړی چې د خپل هیواد راتلونکې وخت پخپله رقم کړی. 

http://www.iqna.ir/fa/News/2652178

captcha