IQNA

د فرانس مسلمانانو په اړه د دروغ خبر ورکولو باندې د فاکس نیوز بخښنه غوښتل

16:19 - January 20, 2015
د خبر لمبر: 2736721
نړیواله ډله: د فاکس نیوز چینل له دې نه پس چې یو کار پوهاند یی د پاریس ځینې برخو ته د مسلمانانو تګ ممنوع اعلان کړی وو د فرانس نه بخښنه وغوښتله.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Ledauphine ویب پاڼه نه په نقل، د فاکس نیوز خبرونو چینل د اسلام نه وېرول په حقله ادعا کړی وه چې په فرانس کښې داسې برخې شتون لری چې د مسلمانانو تګ ورته ممنوع دی.

پخوانی عسکر نولان پترسون دې امریکایی چینل فاکس نیوز خپل چینل ته د کار پوهاند په توګه را غوښتلې وو، ویلې وو: په پارس کښې داسې سیمې وجود لری چې د افغانستان او عراق غوندې جنګی سیمو سره مقایسه لری.

پترسون وویل: په دې سیمه کښې ځوانان د بن لادن انځور شوی تی شرتو سره سفر کوی.

پترسون د دې دروغو په اړه بخښنه غوښتلې او فاکس نیوز هم د دې غلتیا په سبب مجبور شوی چې بخښنه وغواړی.

د دې په اړه د دغه چینل یو خبرنګار نېغ په نېغه خرپېدونکې ټی وی چینل نه وویل: مونږ دې هفته کښې د اروپا مسلمانانو په اړه او بیا په تیره د انګلیس او فرانسه مسلمانانو په اړه غلتیا کړی دا غلتیا د هغه سیمو په اړه شوی چې کومو ته امنیتی ځواکونه او غیر مسلمانان د ننوتلو حق نه لری، مونږ په ډاګه وایو چې په دې دواړو هیوادونو کښې دارنګه سیمې شتون نه لری.

دې خبرنګار دې ته اشارې سره چې هیڅ مدرک د داسې سیمو په حقله شتون نه لری تاکید وکړو: څرګنده ده چې په اروپا کښې د جرم نه ډکې سیمې شتون لری، همدارنګه په امریکه او نور هیوادونو کښې هم دارنګه سیمې وجود لری او پولیس او عام خلک ورته تګ راتګ نه کوی.

هغه د دغه ټولو کسانو نه چې ممکنه ده د دې غلتیا په وجه یی توهین شوی وې او د فرانسه او انګلیس نه د دې په اړه بخښنه وغوښتله.

http://www.iqna.ir/fa/News/2728081

captcha