IQNA

د افغانستان د حکومت اجرایی قوې مشر

افراط پالنه د اسلام مقدس دین کښې او د افغانستان کلتور کښې ځې نه لری

21:49 - February 03, 2015
د خبر لمبر: 2805036
بهرنې څانګه: د افغانستان د حکومت اجرایی قوې مشر، اعتدال د ارزښت نه ډک مفهوم وټاکلو او وې ویل: اعتدال د اسلام مقدس دین ښودنو، د پیدایښت نظام او زمونږ د ځمکې د تېر مهال اړوند ادبیاتو کښې ریښه لری.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آوا خبرونو نه په نقل، د افغانستان د حکومت اجرایی قوی مشر عبدالله عبدالله خپل تقریر کښې چې په ( د اعتدال مفهوم سره پیژندنه او د افراط او تفریط منفی اثراتو کتنه) نندارتون کښې وکړو دې مطلب ته اشاره سره تاکید وکړو: د اسلام ټولې ښودنې د ژوند ټولو برخو کښې اعتدال سره تړلی او همېشه یی انسان له افراط او تفریط نه منع کړی.

هغه ادامه کښې د اسلام په نوم باندې تیری او قتل په سختی سره محکوم کړو او زیاته یی کړه: کوم مرجع کولی شی چې دارنګه فتوی ورکړی چې هغه په سلګونو بې ګناه مسلمانانو مرګ ته شامله وی.

عبدالله عبدالله تاکید وکړو: د افغانستان ملی وحدت حکومت د پایېدونکی سولې او انصاف هیواد کښې مېشته کولو ژمنه دی او دې لاره کښې لټون کوې.

هغه څرګنده کړه چې هیله لرو چې په هیواد کښې پایېدونکې سوله مېشته کړو او ترهګرې او افراط به له جړه وباسی.

حامد کرزی، د افغانستان مخکېنی ولسمشر، د افغانستان د اعتدال مرکز مشر نعمت الله شهرانی، او د افغانستان د اعتدال مرکز استازی او جهادی لارښود د دې نندارتون د تقریر کوونکو نه وو چې د اسلامی ښودنو په رڼا کښې د اعتدال په اړه او د افراط او تفریط په رد کې خبرې وکړی.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/2797140

captcha