IQNA

د لبنان د اهلسنتو مخکېنی مفتې تاکید وکړو:

د لبنانی زائرانو باندې د تکفیریانو حملې کولو هدف، د مذهبونو تر منځه ژوره کینه

15:53 - February 07, 2015
د خبر لمبر: 2820287
نړیواله ډله: د لبنان د اهلسنتو مخکېنی مفتی، د تکفیریانو له اړخه د لبنان شیعه زائرانو باندې په دمشق کښې حمله محکوم کړه او د تکفیریانو د دې حمله هدف یی د مذهبونو تر منځه ژوره کینه اچول وټاکله.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د النشره خبرونو نه په نقل، شیخ محمد رشید قبانی پرون په یوه بیانیه کښې د لبنان شیعه زائرانو باندې حمله محکوم کړه او وې ویل: په دارنګه کسانو حمله چې خپل دینی شعایرو ته ځې، یو جرم دې چې محکوم کوو یی او د دې هدف د مذهبونو ترمنځه کینه اچول دی.

هغه دې خبرې ته اشارې سره چې دا رنګه اقدامات د بدل اخیستلو او د مذهبونو ترمنځه د ډله ډلبندی سبب ګرځې، هغه وویل: دا تاوتریخوالی سره د دې چې د بی ګناه انسانانو د قتل سبب وې ممکنه ده چې د بدل اخیستلو لار هم جوړه شی چې دا به ټولو لپاره نقصان ورکوونکې وی.

د لبنان د اهلسنتو دې عالم مذهبی فتنه څرګنده کول د اسلامی نړۍ ستره ستونزه وټاکله او وې ویل: مذهبی او ولسی فتنه، چې اسلامی هیوادونه او لبنان ورسره مخامخ دی یو لوی خطر دی چې په کار دې ورسره مقابله وشی.

هغه څرګنده کړه: یواځې وحدت او ملی یووالی سره کولی شو چې د دارنګه ستونزو او د ترهګری نه د ځان ساتنه وکړو.

http://iqna.ir/fa/News/2801601

captcha