قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د هندوستان ټایمز ورځپاڼې نه په نقل، د هند آسام ایالت ګواټی ښار کښې سوبر امانیان سوآمی، دا جنجالی خبری خپل یو تقریر کښې کړی.
سوامی د خپلې خبر تایید لپاره په سعودی عرب کښې د روډ د پاره د جوماتونو ویجاړولو ته اشاره وکړه او وې ویل: دا خبره ما د هغه خلکو نه چې عربستان کښې ژوند کوی اورېدلې ده، جومات یو عمارت دې او هرکله یی چې ضرورت شو نو ویجاړولې شی. زه تیار یم چې د دې نظر مخالفانو سره مناظره وکړم.
د هغه جنجالی خبری تر دغې نه وې بلکې هغه وویل د هند ټول مسلمانان هندوان دی.
د هغه خبر د هند له ټولو سیاسی حزبونو له اړخه محکوم شوی، تر دې چې د هغه خپل حزب بهاراتیا جاناتا هم له هغه د خبرو د برائت اظهار کړی.
د دې حزب د آسام ایالتی مشر اعلان کړی چې سوامی تنها خپل شخصی نظر بیان کړی.
البته دا ړومبنۍ ځل نه دې چې سوامی دا رنګه جنجالی خبری وکړی هغه څو ځله د اسلام په خلاف دا رنګه خبری کړی.
http://iqna.ir/fa/News/2986294