قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان ړومبی وزیر نواز شریف د ترهګرو د لاسه د درې شیعه کسانو وژل محکوم کړی او په دې پېښه کښې لاس لرونکو د نیولو او ورته د سزا ورکولو غوښتنه یی کړی.
د بلوچستان ایالت شیعه کانفرانس مشر هم د بسونو په اډه کښې د درې شیعه زائرانو د ترهګرو له اړخه وژل محکوم کړل او دولت نه د تکفیری ترهګرو سره په جدی توګه ټکر شی.
سید داود آغا خپلې یو مطبوعاتی بیانیه کښې د حکومت له اړخه ترهګرو سره په ټکر باندې انتقاد وکړو او وې ویل: له یو اړخه حکومت له ترهګرو سره د جدی ټکر ادعا کوی او بل طرف ته دا ډله د بلوچستان ایالت کویټه ښار کښې ازادی سره خپل فعالیتونه ترسره کوی او څوک ترې د تپوس نه نوې.
دې خبرې ته پام سره چې په ۷ اردیبهشت باندې درې تنه شیعه چې د ایران سرحد ته د زیارتونو په اراده روان وو د ترهګرو ډلې شهید کړل.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/3221976