IQNA

لاهور پاکستان کښې د دوه زره قرآنی روزنپوهاندو ته زدکړه

15:20 - May 11, 2015
د خبر لمبر: 3288642
خارجی څانګه: ایران کښې د تنزیل القرآن پاکستان موسسه استازی د دې موسسه په لاس پاکستان کښې د دو زره قرآنی روزنپوهاندو ته د زدکړې خبر ورکړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان خبر ورکوونکې بنسټ نه په نقل، ایران کښې د تنزیل القرآن پاکستان استازی او د تنزیل القرآن لاهور پاکستان مشر او مسئول سید وجاهت حسین د تهران کتاب ۲۸ نندارتون کښې د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان له غرفه نه کتنه کې د دغه سازمان خبریال ته وویل: د تنزیل القرآن پاکستان موسسه ړومبی ځل د تهران کتاب نندارتون کښې ګډون کړی چې دا د اسلامی کلتور او تشیع سره د معرفی سبب شو.

هغه د تنزیل القرآن موسسه په تهران کتاب نندارتون کښې د ګډون کولو لاره هواره کولو باندې اسلامی کلتور او اړیکو سازمان لمانځلو سره وویل: مونږ غواړو چې په راروان وخت کښې د اسلام، تشیع او اسلامی ولس کلتور خپرونه وکړو او د نورو اسلامی هیوادونو له تجربو نه په دې کښې ګټه اوچته کړو.

حجت الاسلام جمالی تاکید وکړو: تنزیل القرآن موسسه ۸ کاله وشو چې په لاهور کښې د فعالیتونو شروع کړې او اوس دې وخت ورسره ۱۲ قرآنی مرکزونه دې.

هغه د قرآن روزنپوهاندو روزنو ته اشارې سره وویل: دې کلتوری موسسه د قرآن کریم علمونو روزنپوهاندو دورې پیل کولو سره د پاکستان لاهور ښار کښې تر اوسه دوه زره روزنپوهاندو ته زدکړه کړی.

حجت الاسلام جمالی د موسسه تنزیل القرآن له اړخه خپور شوی آثارو په اړه وویل: دې موسسه د «حمید صفارهرندی» او «ابوالفضل علامی» لیکلې شوی کتاب (ژباړه او د قرآن کریم مفهومونه) په اردو ژبه کښې ژباړې سره کشمیر کښې د قرآن مفهومونو ښودنه پیل کوی.

د کشمیر پوهنتون کښې (ژباړه او د قرآن کریم مفهومونه) کتاب تدریس کېږی

هغه دې ته اشارې سره چې د د کشمیر پوهنتون کښې (ژباړه او د قرآن کریم مفهومونه) کتاب تدریس کېږی وویل: د کشمیر قرآن زدکړه کوونکو مینې ته توجه سره دا کتاب په پنځم ځل چاپ شوی او تر اوسه د کشمیر په پوهنتون کښې تدریس کېږی.

ایران کښې د تنزیل القرآن استازی وویل: د دې کلتوری موسسه په همت سره د (ژباړه او د قرآن کریم مفهومونه) کتاب په فرانس، آذری او بنګالی کښې ژباړه شوی، او اراده لرو چې نږدې وخت کښې یی په انګلیسې او د نړۍ نورو ژوندو ژبو کښې ژباړه کړو.

هغه د قرآن مفهومونو کتاب ښودنې په اړه وویل: د قرآن مقابلې پیل کول د دې موسسه نور پروګرامونو دې چې په دې هکله د قرآن ښوونکې شرکت کښې د کتاب خوانی مقابلو ته اشاره وکړو. دا مقابله هر څلور میاشتې پس یو ځل د قرآن مرکزیت سره پیل کېږی چې تر اوسه په دې اړه تقریباْ ۱۵کتابونه په چاپ رسېدلی دې.

حجت الاسلام جمالی د تنزیل القرآن کلتوری موسسه د فعالیتونو په اړه وویل: د دې موسسه مهم فعالیت د جامعه المصطفی العالمیة همکاری سره په اردو ژبه کښې پیل کېږی، د فارسی ژبه او ادبیاتو ښوونو کلاس په درې ژبو اردو، آذری او فارسی کښې په دې موسسه کښې پیل کېږی.

هغه په ادامه کې وویل: مونږ غواړو د فرانس او مالایی ژبه د تنزیل القرآن موسسه ښودو په فعالیتونو کښې زیاته کړو.

ایران کښې د تنزیل القرآن کلتوری موسسه  استازی د اسلامی ایران کلتور خپرولو په ضرورت باندې تاکید وکړو او وې ویل: پاکستان کښې د ایران  په مرسته د قرآن یو څو پروګرامونه سره د یو څو فارسی نه اردو ته د کلتوری آثارو ژباړه مو پیل کړی. همدارنګه دې پروګرامونو کښې به د حجاب، شهید او شهادت په هکله کار کوو.

هغه په اخیره کښې د کتاب لوست کلتور په ټولنه کښې عام کولو لپاره د دغه موسسه پروګرامونو په هکله وویل: دې وخت مونږ په ټولنه کښې د کتاب لوست کمتیا سره مخامخ یو، د کتاب لوست کلتور عام کول یو ضرورت دې تر دې حده چې د یو کلتور ته د انتقال ورکولو یو بهترین لار ګڼلې کېږی نو هم ځکه د تنزیل القرآن موسسه غواړې چې د قرآن په موضوع باندې په انګلیسې ژبه کښې چاپ کړې او د نړۍ کښې زیات نه زیاته استفاده وشی.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3274426

captcha