IQNA

پاکستان کویټه کښې په شیعیانو باندې د حملې محکومیت

5:58 - May 16, 2015
د خبر لمبر: 3304028
بهرنې څانګه: د مجلس وحدت مسلمین او د پاکستان سیاسی او مذهبی احزابو کویټه کښې په شیعیانو باندې حمله په سختې سره محکوم کړه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، غربی آسیا څانګه، خبری غونډه کې، سید محمد رضا آغا، د مجلس ایالتی استازی او د کویټه امام جمعه سید هاشم موسوی په شیعیانو باندې د حملې محکوم کولو سره په دغه ترهګرې پېښه کښې لاس لرونکو نیولو غوښته وکړو.

د پاکستان مجلس وحدت مسلمین استازی په دولت باندې نیوکه کولو سره د دې جنایاتو هدف د اسلامی فرقو ترمنځه اختلاف اچول وټاکلو.

سید محمد رضا آغا وویل: زمونږ دښمن مونږ کښې اختلاف اچولو لپاره ترهګری ته لاس اچولې، خو ولې مطمئن اوسی چې ولس ویښ دې او دې به خپل ناوړه ارادو کښې نه کامیابیږې.

یادښتونه: تېره ورځ په ۲۲ اردیبهشت باندې، د تکفیریانو په شیعه سیمه «کاسی رود» کویټه باندې حمله کښې دو شیعه کسان شهید او ۴ کسان ژوبل شوی وو.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/3295235

captcha