IQNA

د ضرغامی فارس سره مرکه:

د قرآن نړیواله نندارتون به د رمضان مبارکې میاشتې ړومبۍ نه شروع کېږی

2:11 - May 30, 2015
د خبر لمبر: 3308881
د قرآن کریم نړیواله نندارتون ۲۳ دورې اجرائیې مشر رمضان مبارکې میاشته کښې شروع کېدونکې نندارتون ته اشارې سره وویل: دې کال د قرآن نندارتون به د یوې میاشتې په موده پیل کېږی.


د فارس خبرونو قرآنی فعالیت کوونکې خبریال راپور له مخې، د قرآن کریم نړیواله نندارتون ۲۳ دوره به دې کال د تهران ښار والی او د قرآن او عترت همکاری او مرستې سره عباس آباد کښې پیل کېږی.

د قرآن کریم نړیواله نندارتون ۲۳ دورې مشر برزین ضرغامی د فارس خبرونو قرآنی فعالیتو خبریال ته مرکه کښې د دې نندارتون پیل کېدو وخت ته اشارې سره وویل: تېر کال د قرآن نندارتون د رمضان مبارکې میاشتې نه پنځه ورځې مخکښې شروع شوی وو، خو ولی په دغه تجربې کښې ناکامه شو نو اوس مو د هغې نه ورته مناسب وخت د نندارتون پیل کولو لپاره انتخاب کړی.

هغه دې وینا سره چې د قرآن کریم نړیواله نندارتون ۲۳ دوره د عباس آباد سره د مقدس دفاع باغ او د کتاب باغ خوا کښې پیل کېږی.

هغه د دې نندارتون د رمضان مبارکې میاشته کښې د پیل کېدو خبر ورکولو سره وویل: دې کال به د قرآن نندارتون یوه میاشته پیل کېږی، کوم ځې چې د نندارتون لپاره په نظر کښې نیولې شوی هم ډېر ستر دی دومره چې د چتیزه ځې یی یواځې ۱۳زره مربع مېټر دی.

http://www.farsnews.com/newstext.php?nn=13940303000660

captcha