IQNA

دمام شیعیانو جومات کښې د ترهګرو چاودنه آیسسکو محکوم کړه

3:30 - June 02, 2015
د خبر لمبر: 3310286
نړیواله ډله: د اسلامی ښودو، علمونو او کلتور سازمان(آیسسکو) مشر عبدالعزیز بن عثمان التویجری، د عربستان الدمام ښار العنود محله کښې امام حسین علیه السلام جومات سره نږدې د ترهګرو چاودنه یی محکوم کړه.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آیسسکو خبرونو بنسټ نه په نقل، د اسلامی ښودو، علمونو او کلتور سازمان(آیسسکو) مشر عبدالعزیز بن عثمان التویجری د چاودنې محکومیت سره څرګنده کړه: د ترهګرو خپل اقداماتو کښې جوماتونه نښه ګرځول د ترهګرو د بی لاری او د اسلام روښانه دین نه لرېوالی ډی.
هغه زیاته کړه: تکفیرو او ترهګرو د اسلام په نوم دا نا خوښه اقدامات کوی چې اسلام د بی ګناه انسانان وژل او په ځمکه کښې فساد کول حرام کړی دی.
هغه ادامه کښې دې تاکید سره چې دې جنایتکارو ته په سخته سزا ورکړی کېږی ، آیسسکو له ترهګرو سره چې د ښاریانو سوله او امنیت ترې خطره کښې دې سره مقابله کولو اعلان وکړو.
د ترهګرو په دمام کښې جومات باندې چاودنه د اسلام او مسلمانانو په دریځ باندې حمله ده
له بله اړخه، د لبنان سنی مفتی اعظم شیخ عبدالطیف دریان هم عربستان دمام ښار امام حسین علیه السلام جومات کښې چاودنه محکوم کړه او دا چاودنه یی د ترهګرو له اړخه د اسلام او مسلمانانو په دریځ باندې حمله وټاکله.
هغه مسلمانان ته د مذهبی فتنه خطر نه د خبرېدو تاکید سره وویل: د بدامنی زیاتولو لپاره یوه دسیسه د ترهګرو په عربستان کښې چاودنو په وسیله جوړه شوې. هغه همدارنګه عربستان کښې د بدامنی په حقله ګواښ ورکړو او د ترهګری دې چاودنه کښې شهید شوی کسانو کورنو ته یی خواخوږی څرګنده کړو.
دا چاودنه د عربستان دمام ښار امام حسین علیه اسلام جومات پارکینګ کښې شوی وه او په دې چاودنه کښې ۴ کسان شهید او ۱۱ کسان ژوبل شوی وو.
http://www.iqna.ir/fa/News/3309100

captcha