IQNA

دبی جایزه مقابلو پیل کوونکې اداری غړو خبر ورکړی:

د ۱۲۰ هیوادونو استازو نه د دبی قرآن مقابلو کښې ګډون لپاره دعوت/ ټول به جایزه ترلاسه کوی

0:04 - June 08, 2015
د خبر لمبر: 3311895
نړیواله ډله: د قرآن دبی جایزه نړیواله مقابلو نولسمه دوره د رمضان المبارک میاشتې ړومبۍ نه تر شلم پوری د مختلفو هیوادنو استازو ترمنځه پیل کېږی، تراوسه ۱۲۰ هیوادونو ته دعوت نامو کښې د ۸۰ نه زیات هیوادنو په دې مقابلو کښې د ګډون لپاره د منښت اعلان کړی.


د جایزه دبی قرآن نړیواله مقابلو پیل کوونکې دفتر مشر زیاد الزین قرآن خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کښې څرګنده کړه: جایزه دبی قرآن نړیواله مقابلې به د رمضان المبارک میاشتې ړومبۍ نه د دې میاشتې تر شلمې پوری ادامه لری او دې کښې به ۱۲۰ مختلفو هیوادونو نه کسان ګډون کوی، چې تر اوسه د ۸۰ نه زیات هیوادنو په دې مقابلو کښې د ګډون لپاره د منښت اعلان کړی، نو له دې کبله د مقابله کوونکو اخیرنی شمېر به د مقابلې شروع کېدو په ورځ مشخص کېږی.

الزین څرګنده کړه: د قرآنی مقابلو دا دوره به د« دبی صنعت او تجارت» ستر سالون کښې پیل کېږی او د دې دورې سمبالښت ډله د قضاوت کوونکو او مقابله کوونکو استوګنځی ډله، د څېړونکو او مقاله لیکوالو استوګنځی ډله، اړیکو ډله، هوایی ډګر ډله، د سالون او پروګرامونو څارونکو ډله، د مقابلې سالون څارونکو ډله او تشریفاتو ډلې ته شامل ده.

ټول شرکت کوونکې به نغدی جایزه ترلاسه کوی

د دې مقابلې اجرا کوونکې دفتر مشر څرګنده کړه: د دې مقابلو په دې دوره کښې ټولو ګډون کوونکو له ړومبی کس نه تر اخیره کس لپاره نغده جایزه په نظر کښې اخیستلې شوی چې ړومبۍ مقام ترلاسه کوونکې لپاره د امارات ۲۵۰ زره درهم، دویم کس لپاره د امارات ۲۰۰ زره درهم، او درېیم کس لپاره د امارات ۱۵۰ زره درهم په نظر کښې اخیستلی شوی.

زیاد الزین زیاته کړه: همدارنګه ۳۵۰ زره درهم د څلورم نه تر لسمې رتبې پوری او د امارات ۲ ملیونه درهم د ۱۱ نه تر اخیرنی کس لپاره په نظر کې نیولې شوی.

هیڅ کومه یوه بهرنې رسنۍ راپور وړاندې کولو لپاره نه ده دعوت شوی

د دبی جایزه قرآن نړیواله مقابلې پیل کوونکې بنسټ استازی د دبی جایزه مقابلو قانون په اساس بهرنی رسنۍ ته د دې مقابلو راپور وړاندې کولو ترمنځه یو کال دی، ته اشارې سره وویل: تېره دوره کښې مونږ هغه ټولې بهرنې رسنۍ چې غوښتل د مقابلو راپور وړاندې کړې دعوت کړی وې خو ولې د مقابلې دا دوره به یواځې ملی رسنۍ وړاندې کوی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3310868

captcha