IQNA

د بودائیانو غورځنګونه، د سری لانکا مسلمانان ته ګواښ ورکوی

11:21 - June 20, 2015
د خبر لمبر: 3316264
نړیواله ډله: تقریباْ د سری لانکا ټولنې کښې ۱۰ په سلو کښې کسان د دین اسلام پیرو دې چې د ۲۰۱۲ کال شمېرې له مخې تقریباْ ۲ملیونه کسانو ټولنیزه ده.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د (Daily Sabah) خبرې بنسټ نه په نقل، د سری لانکا داخلی جنګ چې د حکومت او بېلتون غوښتونکې نظامی ډلو« تامل زمری» ترمنځه وو خلکو لپاره ستونزې رامنځته کړی وو او د سری لانکا اقتصاد او چاپېریال یی هم تعقیب کړی وو او په کې تقریباْ ۱۰۰زره کسان ووژلې شو.
د سری لانکا مسلمانان د تامل زمری ډلو له اړخه دې داخلی جنګ کښې هدف وو، په سلګونو کسان د کورونو نه تبعید شو او خونې یی ویجاړې شوی او ډېر ترې مړه شول.
تامل زمری خپل هدف یو ځانګړی تامل هیواد د سری لانکا په شمال کښې ټاکلې وو، نو ۹۵ زره مسلمانان یی په زور زیاتی د سری لانکا د شمال نه خارج کړل.
دا تبعید تراوسه تراخه یادونه مسلمانان لری، په ۲۰۰۲ کال کښې، د تامل زمرو مشر په رسمی توګه د مسلمانانو د تبعید بښنه وغوښتله.
مسلمانان د طب، مهندس او نورو برخو کښې یو څو کار پوهانده لرې، په سری لانکا کښې د فرصت نشتوالې له سببه ډېر مسلمانان کار پوهانده د خپل دندې لپاره بهر هیوادونو په تېره بیا د مینځنې ختیځ هوادونو لکه امریکا، اروپا، کانادا او استرالیا ته مهاجرت کوی.
د مسلمانانو چارې د سری لانکا د مسلمانانو دینی او کلتوری چارو اداره په لاس کښې دې چې په ۱۹۸۰ کښې د سری لانکا ټولنې نه د مسلمانانو پرله پسې جلاتوب مخنیوی لپاره جوړ شوی،
سره د دې دباو، سری لانکا کښې ۷۴۹ اسلامی مدرسې، ۲۰۵ اسلامی ښوونو مرکزونه او «برووالا» کښې یو اسلامی پوهنتون وجود لری.
د ۲۰۱۴ اوړی کښې د سری لانکا غربی جنوب کښې چې د اسلام خلاف بلوا شروع شوه نو مسلمانان او شتمنې د سینهالی بودائیانو له اړخه حملې وکړی، چې په کې ۴ کسان مړه او ۸۰ کسان ژوبل شوی وو. په کورونو، دوکانونو، کارخانو، جوماتونو او یو د ماشومانو څارنې ځی باندې برید کښې په سلګونو کسان بې کوره شوې وو.
تقریباْ ۱۰ زره کسان(۸ زره مسلمانان او ۲ زره سینهالی) د بلواګرو له اړخه بی ځایه شوی، د سری لانکا رسنۍ د حکومت په وینا دا خبرونه څرګنده نکړل.
بان کی مون، د ملګرو ملتونو سازمان د اسلام خلاف بلواګرو او تاوتریخوالی باندې د خفګان اظهار وکړو او د سری لانکا حکومت نه یی غوښتنه وکړه چې د ټولو ښاریانو امنیت تأمین کړی.
د ملګرو ملتونو سازمان حقوق بشر کمیساریای، د اوروپا اتحادیه، د اسلامی همکاری سازمان، نړیواله عفو سازمان او د حقوق بشر څارونکې نړیواله سازمان یو بیانیه کښې د مسلمانان خلاف تاوتریخوالی محکوم کړی او د امنیت غوښتنه یی کړی.
تقریباْ تراوسه هم په سلو کې۸۰ مسلمانان تراوسه هم خپل کورونو ته نه دې راستون شوی.
د بی کوره شوی مسلمانانو مسئله په تېره هفته کښې د سینهالی بودایی ملت غوښتونکې ډلو له اړخه په رسنۍ کښې د تورنی په سبب د «ویلپاتیو» ملی پارک کښې په غیر قانونی توګه ځپلی.
3314781

captcha