IQNA

حجت الاسلام نقدی:

د کال اخیرې ته د قرآن کریم بلتۍ، ګرجی او روسی ژبو ژباړې خپرېږی

1:02 - June 25, 2015
د خبر لمبر: 3318413
ادبی ډله: د وحی ترجمان موسسه مشر وویل: د کال اخیرې ته به د قرآن کریم درې ژباړې بلتی، روسی او ګرجی وړاندې کوو چې د دې ژبو لوستونکې دې اسمانی کتاب سره نور زیات آشنا شی.


حجت الاسلام و المسلمین محمد نقدی، د ترجمان وحی موسسې مشر د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کښې د قرآن کریم نړیواله نندارتون کښې د دې مرکز له محصولاتو په اړه وویل: د قرآن کریم په جاپانی ژبه کښې ژباړه چې د جمهوری اسلامی د کال کتاب ټاکلې شوی د دې مرکز یو نوې اثر دی چې د قرآن نړیواله نندارتون کښې به لید ته وړاندې کېږی.

هغه څرګنده کړه: غواړو چې د قرآن نړیواله نندارتون غرفه کښې د دې مرکز نوې محصولات لکه د قرآن جاپانی ژبې ژباړه او د ترجمان وحی تخصصی مجلې ۳۵ او ۳۶ شمېره وړاندې کړو.

د دې کال اخیرې ته د درې ژوبو ژباړې چاپ او خپرول

حجت الاسلام نقدی د قرآن کریم په روسی، بلتی(د پاکستان ایالتی ژبه) او ګرجی ژبه کښې د ژباړې خبر ورکړو او وی ویل: دا موسسه له ډېرو کالو رسې جوړه شوې ده او د قرآن ۲۲ ژباړې یی وړاندې کړې چې په دې کښې د انګلیسې، فرانس، آذری ترکی، استامبولی ترکی، چینی او جاپانې ژباړې خپرې کړی، او دې کال تر اخیره پوری به د ګرجی، بلتی او روسی د قرآن ژباړه هم وړاندې کړی.

هغه په نورو مختلفو ژبو کښې د قرآن کریم ژباړې هدف د سراسر نړۍ د مسلمانانو په ښه اړه د قرآن نه استفاده وټاکله او زیاته یی کړه: د قرآن په روسی، بلتی او ګرجی ژبو ژباړې کار خلاص شوې دې او د دارالقرآن اجازه نامه هم ترلاسه شوې، دا درې ژباړې به د کال په اخیره کښې خپرېږی.

http://iqna.ir/fa/News/3316837

captcha