IQNA

د اسرائیل او عراق اړیکې سمولو لپاره لټون باندې د نجف د جمعه خطیب نیوکه

17:15 - July 12, 2015
د خبر لمبر: 3327229
نړیواله ډله: د نجف اشرف د جمعه امام سید صدر الدین قبانچی، د رژیم صهیونیستی سره د عراق اړیکې سمولو لپاره لټون باندې نیوکه کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «السومریه نیوز» نه په نقل، سید صدر الدین قبانچی، د نجف اشرف حسینیه کښې د جمعه په ورځ د جمعه لمونځ خطبه کښې د رژیم صهیونیستی سره اړیکې سمولو لپاره لټون باندې نیوکه وکړه او وې ویل: د عراق د پارلمان ځینې مخکښې  استازو یو پروګرام د رژیم غاصب اسرائیل سره اړیکو په موضوع باندې وړاندې کړی وو او غوښتنه یی کړې وه چې د عراق سفارت په اسرائیل کښې بیا خلاص شی.

هغه ادامه کښې د غاصب په ځمکه کښې د عراق سفارت خلاصولو باندې نیوکه وکړه او رژیم صهیونیستی سره اړیکې پروګرام یی د دغه رژیم په سیمیه کښې نفوذ وټاکلو.

سید صدر الدین قبانچی د ایران اتومی مسئلې کښې د ایران د ولس صبر، اداره او حکمت ته اشارې وکړه او زیاته یی کړه: د ایران اتومی مسئله یوه اقتصادی مسئله نه ده، بلکې دا د دې هیواد د ولس د کرامت او عزت نښه ده.

د قدس نړیواله ورځ د رژیم صهیونیستی او د هغه د ملګرو خلاف د فریاد ورځ ده

د عراق اسلامی ستر شورا مشر داعش د رژیم صهیونیستی آله ده او څرګنده یی کړه چې د قدس نړیواله ورځ د رژیم صهیونیستی او د هغه د ملګرو خلاف د فریاد ورځ ده.

سید عمار حکیم، پرون د قدس نړیواله ورځ په مناسبت نندارتون کښې چې په دفتر کښې پیل شو، د رژیم غاصب اسرائیل سره اړیکه د اسلامی ولس مصالح مخالف وګڼله او وې ویل: د قدس نړیواله ورځ د ټولو هغه حکومتونو، ډلو او ګوندونو چې اسرائیل سره د اړیکو غوښتنه کوی، خلاف د فریاد ورځ ده.

دې عراقی عالم څرګنده کړه: د دې سیمې ځنې حکومتی خلکو او ولسو رژیم سره اړیکې به د رژیم صهیونیستی غاصبیت زیات کړی لکه چې څرنګه اوس د قدس یهودی کولو ادعا کوی.

هغه زیاته کړه: داعش د رژیم غاصب صهیونیستی اوزار دی چې د هغې سره مقابله کول ډېر ضروری ده.

http://www.iqna.ir/fa/News/3326521

captcha