قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امارات رسمی خبرونو (وام) نه په نقل، د عربی متحده امارات مشر «شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان» پرون د دینونو سپکاوې او تبعیض سره مقابلې لپاره حکم وړاندې کړو: هر رنګه تبعیض او د دین او فرقه سپکاوی په اساس سزا ورکړی کېږی.
په دې حکم کښې خلیفه بن زاید آل نهیان، د دینونو او د یو بل مقدسو مقاماتو او همدارنګه د مسلکونو سپکاوی کونکو ته سزا ورکولو او په خلکو کښې هر ډول د تبعیض، د تنفر پیدا کولو او د مذهبونو او دینونو نه ښکارولو قانون یی هم وړاندې کړو.
ذکر شوې قانون کښې د خلکو ترمنځه تبعیض، د دین په بنسټ سازمان، عقیده، مذهب، ملیت، قبیله، زنګ، نسل، ولسیز طبقه او ... یی محکوم کړی او د خلکو تکفیر کښې له دین نه ناوړه ګټه اخیستلو او ډله ډلبندی سره مقابلې کولو لپاره د دغه کسانو سزا تر اعدام پورې تاکید کوی.
د دې راپور له مخې، د ذکر شوی قانون ماتوونکې کسان به په زندان(چې کم نه کم ۷ نه دی) او مالی تاوان چې د ۲۵۰ درهم او د یو ملیون درهم نه زیات نه دی او یا په دواړو کښې یو باندې به محکوم کېږی.
وړاندې شوی قانون کښې هم دارنګه د الله د ذات، د الله د پیغمبرانو او د هغوی ښځې او یا صحابه غوندو سپکاوی هم محکوم شوی.
دا قانون همدارنګه، پولیس او قانونی ادارو ته د هغه کسانو لټون او سزا ورکولو اجازت ورکوی چې خپل عمل نه مذهبی نفرت او یا د مذهبونو سپکاوی کوی ته شاملېږی.
به دې قانون کښې د ولسیز اړیکو هر قسمه وسایل سره د رسنۍ لیک چې په دې هیواد کښې د تاوتریخوالی او یا د تنفر پیدا کولو امکان لری ممنوع شوی، همدارنګه د هغه کسانو لپاره چې د تکفیری کسانو یا ډلو سره اړیکې لری سزا په نظر کې اخیستلې شوی.
د سپېځلو مقاماتو د الهی مقدسو سره د انبیاؤ، فرشتو، اسمانی کتابونو، زیارتونو او قبرونو شان او مقام احترام او لمانځل د امارات د دې نوې قانون یوه بله برخه ده چې د تبعیض او تاوتریخوالی خپرولو محکوم کولو لپاره دی.
http://iqna.ir/fa/News/3331662