IQNA

د انګلیس پوهنتون کښې تر ټولو زوړ قرآن کریم نندارتون

21:59 - July 29, 2015
د خبر لمبر: 3336900
نړیواله ډله: د قرآن کریم د یوې ډېری زړې نسخې پاڼې چې امکان لری تر ټولو زړه نسخه وې، د مهر میاشتې په ۱۰ تاریخ د انګلیس «بیرمنګام» پوهنتون «باربر» ستر هنرونو موسسه کښې درې ورځې نندارتون پیل کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آناتولی خبرونو نه په نقل، د انګلیس «بیرمنگام» پوهنتون کښې اوس اوس یو زوړ قرآن کریم ترلاسه شوی چې لرغونوالی یی د پیغمبر صلی الله علیه و آله زمانی یا د هغې نه لږ ورستو ته رسی، نندارتون ته وړاندې کېږی.

دا قرآن چې د آکسفورد پوهنتون رادیو کربن آزمایښت کښې یی لرغونتوب تقریباْ ۱۳۷۰ دی، د لوی توجه مرکز جوړ شوی.

البته ځینې کسانو د پیدا شوی قرآنی پاڼو په لرغونتوب کښې شک کوی.

د بیرمنګام پوهنتون، په ۱۰ مهر باندې د قرآن دا پاڼې به د درې ورځو لپاره د دې پوهنتون «باربر» ستر هنرونو مؤسسه کښې نندارې لپاره وړاندې کوی.

دې پوهنتون اعلان کړی چې د قرآن دا نسخه به په دې پوهنتون کښې همېشه لپاره ساتلې کېږی، خو ولی ممکنه ده د څېړنې او نورو هیوادونو کښې نندارتون لپاره امانتی ورکړلی شی.

http://iqna.ir/fa/News/3335736

captcha