IQNA

اندونیزیا «آچه» ولایت کې د 700 کالو قرآنی نسخې نندارتون

22:39 - August 25, 2015
د خبر لمبر: 3351563
نړیواله ډله: د قرآنی کریم یوه لرغونې نسخه چې 700 کاله پخوانۍ نسخه ده چې د اندونیزیا «آچه» ولایت کې نندارې لپاره وړاندې شوی ده.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «republika» خبرونو بنسټ نه په نقل، دا قرآن چې لاس سره لیکلې شوی او لرغونتوب یی تر ۷۰۰ کاله رسی یو اسلامی نندارتون کې د اندونیزیا «آچه» ولایت کې د قرآن تلاوت مقابلو سره نندارې لپاره وړاندې شوی،

د قرآن کریم اندونیزیا کې دا ۶۲ لرغونې قرآنی نسخه ده چې ۳۰۰ نه تر ۵۰۰ کاله پخوانۍ ده چې څه موده مخکې د اندونیزیا غربی آجه دولتی موزه کې نندارتون کې وړاندې شوی وه.



د نړۍ لرغونې قرآنونه

یو څو هفته مخکې، هند او انګلیس کې د قرآن کریم د لرغونې نسخې خبرونه خپور شوی دې.

د هند تر ټولو پخوانۍ قرآنی نسخه چې ۴۰۰ کاله لرغونتوب لری، د پولیس په لاسو د دلالانو نه ترلاسه شوه چې د خرڅولو اراده یی لرله او اوس د دغه هیواد د پوهاندو په اختیار کې ده.

د انګلیس برمنګهم پوهنتون کې تازه ترلاسه شوی قرآن نسخه چې د آزمایښت نه پس د هغې لرغونتوب د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم زمانه یا د هغې نه لږ وروستو زمانه ښودلې کېږی.

دا ځانګړی نسخه به ډېر زر به د (ارسیکا) اسلامی تاریخ، هنر او کلتور تحقیقاتی مرکز چې استامبول کې د اسلامی همکاری سازمان سره تړون لری په اختیار کې ورکړلې کېږی چې لازم تحقیقات یی ترسره کړی.

د اریسیکا مشر خالد ارن، دې ته اشارې سره چې د قرآن کریم پخوانۍ نسخې په یمن او یو څو نورو هیوادونو کې دی وویل: د یمن حالات ښه کېدو نه پس، په دغه هیواد کې د قرآن کریم لرغونې نسخه به هم تحقیقاتو ته وړاندې کېږی چې په نړۍ کې د قرآن کریم تر ټولو لرغونې نسخه به ګوته شی.

http://iqna.ir/fa/News/3350641

captcha