IQNA

مدینه کې د «قرآن او د هغې پیغام» نندارتون + انځور

16:03 - September 10, 2015
د خبر لمبر: 3361113
نړیواله ډله: د قرآن کریم اهمیت او بشریت لپاره پیغام هدف سره تاکید لپاره نندارتون به په۱۸ شهریور باندې مدینه منوره ښار کې پرانیسته کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Saudi Gazette» ورځپاڼې نه په نقل، د مدینه منوره مشر فیصل بن سلمان بن عبدالعزیز دا نندارتون به چې د عربستان تبلیغاتو او اسلامی چازو، اوقاف وزارت له اړخه پیل کېږی، پرانیسته کوی.

دا نندارتون چې د مسجد النبی صلی الله علیه و آله جنوبی برخه کښې پیل کېږی کوښښ کوی چې خلکو لپاره د قرآن کریم تاریخی لرغونتوب او نړیوالو لپاره د قرآن کریم اهمیت ښودلو په هدف دا نندارتون پیل کېږی.

دا نندارتون به په مختلف برخو کې لکه وحی، قرآنی تاریخ، قرآن حفظ، قرآنی وینا، قرآن تفسیر، د قرآن خدمت کې ټیکنالوجی، د قرآن په اساس روزنې او د قرآن حفظ کولو نوې طریقې پیل کېږی.

د حفظ قرآن برخه کې به د ملک فهد کتابتون لرغونی خطی قرآن، او د قرآن کریم نوې موډرن حفظ برخه کې د ملک فهد مدینه منوره قرآن چاپ ټولنې چاپ شوی قرآن نندارې لپاره وړاندې کړی.

په دې نندارتون کې د قرآن لرغونی خطی نسخې لپاره استفاده شوی اخیرنی ټیکنالوجی معرفی شوی او همدارنګه دا موډرن ټیکنالوجی د ننداره کوونکو سره اړیکې او د هغې خدمت کولو لپاره ترې استفاده شوی.

د ۵۰ نه زیاتی د قرآن کریم لرغونی نسخې په دې نندارتون کې نندارې لپاره وړاندې شوی چې د ځینو لرغونتوب په زرو کالو دی.

دا قرآنی نندارتون د قرآن ښودو او مفاهمو هدف سره او د دې الهی کتاب محتوا ډېره کوټلې او عصری شکل کې وړاندې کېږی.

د قرآن کریم زدکړه او پوهه هم د دې قرآنی نندارتون هدف دې چې د مسجد النبی صلی الله علیه و آله خوا کې پیل کېږی.

دا نندارتون د ټولو ډلو او د مدینه ټولو ښاریانو، د مدرسو هلکانو او نجلۍ طالبانو، د مختلفو پوهنتون محصلانو او د رسمی موسسو او مقاماتو او مشرانو لپاره پیل کېږی چې خپل خدمات به په ۱۰ ژبو کې وړاندې کوی.

د نندارتون نه ننداره کوونکې د موډرن ټیکنالوجی نه استفاده سره د خپلې خوښې ژبه انتخاب کولې شی او د هر برخې په هکله معلومات ترلاسه کولی شی.

په دې نندارتون کې مختلفه سالون شتون لری چې د استقبال سالون کې د نندارتون په اړه یو لنډ فلم ننداره کوونکو لپاره خپرېږی او د سترو مقاماتو سالون کې هم د نندارتون په هکله یو مختصر معرفی وړاندې کېږی.

د دې نندارتون یوه بل سالون چې «النبأ العظیم» عنوان لری کې د قرآن کریم د ارزښت او عظمت او همدارنګه د آیتونو او سورتونو او د قرآن کریم د معجزو په هکله مختصره توضیح وړاندې کېږی.

له دې نه مخکې دوه نندارتون د «أسماء الله الحسنی» او «حضرت محمد صلی الله علیه و آله» عنوان سره د عربستان اسلامی چارو اوقاف وزارت په مرسته پیل شوی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3360302

captcha