IQNA

د هند کلتوری وزیر دعوه وکړه؛

قرآن او انجیل د هندی حماسو تر حده نه رسی

0:48 - September 15, 2015
د خبر لمبر: 3362576
نړیواله ډله: د هند سیاحت او کلتور وزیر ماهش شارما، یو ټلویزون چینل سره مرکه کې ادعا کړی چې قرآن او انجیل د هندیانو لپاره د هندو حماسو لکه د رامایانا، مهابهاراتا او ګیتا تر حد نه رسی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «india Today» ټلویزون چینل ویبپاڼې نه په نقل، شارما همدارنګه وویل چې د ګیتا، مهابهاراتا او رامایانا هندی متن باید د حتمی درس په عنوان د هند مدرسو کې تدریس کړلی شی.

شارما چې د هند د «بهاریتا جانتا» تندرو حزب غړی دی، همدارنګه د «ماهاراشترا» ولایت کې د غوښه خوړلو باندې بندیز لګول د هندو ټولنې مذهبی احساساتو احترام وټاکل.

مسلمانان هند کې ۱.۱ ملیارډ ټولنه کې ۱۸۰ ملیون شمېر لری چې نور ډېر کسان په کې هندو دی، دا هیواد د اندونیزیا او د پاکستان نه پس نړۍ کې د مسلمانانو دریم لوی جمعیت لرونکې دریم هیواد دی.

مسیحیت هم د هند دریم لوی دین دی او د دې هیواد مسیحیان تقریباْ ۲۸ملیونه کسان دی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3362330

captcha