IQNA

د مکه حرم کې د جرثقیل را لوېدلو خونړۍ پېښې څېړنې پای ته رسېدنه

2:32 - September 18, 2015
د خبر لمبر: 3364531
نړیواله ډله: د جمعه په ورځ ترسره شوی د مکې حرم کې د جرثقیل را لوېدلو خونړۍ پېښې په هکله څېړنو کولو کمېټه مشر څېړنه پای ته ورسوله.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، «alkhaleejaffairs.org» ویبپاڼې نه په نقل، دې کمېټه اعلان کړی: د مکه د پېښی په هکله ضروری څېړنې ترسره شوی، او د هغې اخیرنی راپور د مکه مکرمه مشر «خالدالفیصل بن عبدالعزیر» ته لېږلی شوی.

د مکه مکرمه حرم پېښی څېړنو کمېټه اعلان کړی: د دې څېړنو راپور د کتنې نه په به د «محمد بن نایف بن عبدالعزیر آل سعود» د هیواد وزیر او د ړومبنی وزیر مرستیال له اړخه د عربستان باچا په خدمت کې وړاندې کېږی.

د مکه د پېښی څېړنې کوونکې کمېټه مشر او د مکه سیمې د مشر مرستیال هشام الفالح څرګنده کړه: دې کمېټه خپل څېړنو کې د «آرامکو» سازمان پوهاندو او د عربستان انجنیر سازمان نه مرسته اخیستلی.

همدارنګه د مکه مکرمه روغتونی چارو اداره سره تړلی شمېره او اطلاعات اداری یو بیانیه کې اعلان کړی: د مکه مکرمه خونړی پېښه کې ۳۳۱ ایمبولنس وو چې د پېښې ژوبل یی د دې ښار اووه روغتون کې وېش کړی وې، تراوسه تقریباْ ۱۱۱ کسان مړه شوی.

بل اړخ ته د مکه مکرمه سیمی مشر خپل عجیب مرکه کې مدعا کړی چې د آل سعود غونډی د حج مراسم اداره کولو او پیل کولو توان نه لری.

د مکه مکرمه سیمې مشر خالد الفیصل ټلویزون مرکه کې وویل: په دنیا کې څوک نشته چې د حج مراسم پیل کولو تجربه کې مونږ باندې برتری ولری.

خالد الفیصل دا اظهارات مکه مکرمه کې د جرثقیل لوېدلو نه پس مطرح شوی له دې نه مخکې هم د حج په مراسمو کې مکه مکرمه کې مرګونه شوی چې په کې په سلګونو حج کوونکې مړه شوی دی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3362246

captcha