IQNA

د حج کانګریس ته د انقلاب ستر لارښود پیغام:

د امریکا شرارتی سیاستونه او د رژیم صهیونیست جنایتونه، د ټولو مسلمانانو ړومبنۍ مسئله ده

17:09 - September 24, 2015
د خبر لمبر: 3367038
سیاسی ډله: حضرت آیت الله خامنه ای د حج ستر کانګریس ته پیغام کې، د «سیمه کې اسلامی ولس ته ستونزې پیدا کولو لپاره د امریکا شرارتی سیاستونه» او «د صهیونیست رژیم جنایتونه او د مسجدالاقصی د حریم بیا بیا سپکاوی» د ټولو مسلمانانو ړومبنۍ مسئله ده.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د رهبرۍ ستر مقام له دفتر نه په نقل، حضرت آیت الله خامنه ای د اسلامی انقلاب ستر لارښود د حج کانګریس ته خپل پیغام کې سیمه کې اسلامی ولس ته ستونزې پیدا کولو لپاره د امریکا شرارتی سیاستونه» او «د صهیونیست رژیم جنایتونه او د مسجدالاقصی د حریم بیا بیا سپکاوی» د ټولو مسلمانانو ړومبنۍ مسئله وټاکله او د اسلامی نړۍ عالمانو او مشرانو نه یی د دې پېښو په مقابله کې خپله وظیفه ادا کولو باندې تاکید او غوښتنه وکړه: او حج او پرتمینه غونډې یې د دغه تاریخی مسوولیت د څرګندیدو او تبادلې تر ټولو لوړ ځای دی . او د  برائت فرصت  چې باید   له هره ځایه د راغلیو حجیانو  په راغونډیدو سره  غنیمت وګڼل شی ،  په دغه هر اړخیزې فریضې کې  یو تر ټولو ګویانه سیاسی  عمل دی .

هغوی همدارنګه مسجد الحرام کې د حاجیانو د مړینې ترخې پېښې ته اشارې سره  تاکید وکړو: چې د رحمان د میلمنو د  امنیت ذمه داری لری د مسوولیت دروندوالی  نه شی کمولی. په دغه تعهد عمل او د دغه مسوولیت  ادا کول زمونږ پریکنده غوښتنه ده .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود د پیغام متن د چهارشنبه په ورځ د ولایت فقیه استازی حجت الاسلام و المسلمین قاضی عسکر له اړخه د ایرانی حج کوونکو ته د عرفات په صحرا کې ولوستلې شو، چې متن یی دا دې:

بسم الله الرحمن الرحیم

والحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی سید الخلق اجمعین محمد و آله الطاهرین  و صحبه المنتجبین و علی التابعین لهم باحسان الی یوم الدین.

او سلام دې وی پر کعبې شریفې،د توحید پر اډاڼې ، د مومنانو د طواف او د پرښتو د راکوزید پر ځای،  او سلام دې وی پر مسجد الحرام  او عرفات او مشعر و منی ، او سلام دې وی پر خاشعو زړونو  او ذاکرو ژبو، او په بصیرت رڼو سترګو، او  په عبرت لاره موندونکو  فکرونو، او سلام دې وی پرتاسو بختورو  حجیانو  چې  الهی بلنې ته د  لبیک توفیق  مو حاصل کړی او  په دغه پر نعمته دسترخوان ناست یئ.

لومړۍ دنده ،  په دغه نړیوال تاریخی او همیشنی لبیک  غور کول دی: ان الحمد و النعمة لک و الملک، لا شریک لک لبیک. ټولې ستاینې او مننې   د هغه ، ټول نعمتونه د هغه له لوری او ټول ملک او طاقت د هغه دی . دا دی  هغه نظر چې  حج کوونکی  ته  ددغه پرمغزه او معنادارې فریضې په  لومړی  ګام کې ورکول کیږی  او ددغه مناسکو دوام  له دې سره غږمله ترسره کیږی.او بیا د یو همیشنی تعلیم او نه هیریدونکی درس په شان  هغه ته وړاندې کیږی او پر اساس یې د ژوند د پروګرام  برابری  له هغه غوښتل کیږی. دد غه لوی درس زده کول او پرې عمل کول هماغه برکتناکه سرچینه ده  چې د مسلمانانو ژوند ته تاندوالی، حیات او خوځښت ورکولی  او هغوی له هغو ستونزو چې پرې اخته دی -  په دې  زمانه او په هره زمانه کې- ژغورلی شی.

د نفسانیت   کبر او  شهوت بت، د سلطه غوښتنې او سلطه مننې بت ، د نړیوال استکبار بت ، د لټۍ او بې مسوولیتۍ بت  او د انسان د عزتمن  نفس ټول خواروونکی بتان  به په دغه ابراهیمی نعرې سره  کله چې د زړه له تله راپورته شی  او د ژوند په پروګرام بدله شی، مات شی.  او ازادی  عزت او سلامت به د  پییلتیا، سختۍ او خوارۍ  ځای ونیسی.

ای حج کوونکو وروڼو او خویندو، له هر ولس او هر هیواده چې راغلې یئ په دغه حکمتناکې الهی کلمې  فکر وکړئ او د اسلامی  نړۍ په تیره بیا د اسیا د لویدیځ او د افریقا د شمال ستونزو ته  په ځیرې کتنې سره  ، خپلو شخصی او چاپیریالی امکاناتو او وړتیاوو ته  په  پام سره د ځان لپاره یوه دنده او مسوولیت تعریف کړئ او ورپاره هڅه وکړئ.

نن  په دې سیمه کې  د امریکا شرارتی سیاستونه  چې د جنګ ، وینې بهیدو، کډوالۍ او فقر ، شاته پاتې والی، او د مذهبی او قومی اختلافاتو  سبب شوې ، له یوې خوا ، او د صهیونیسټ رژیم جنایتونه چې د فلسطین په هیواد کې یې خپل غاصبانه چلند  د خباثت او شقاوت  اوج ته رسولی ، او د مسجد الاقصی د سپیڅلې حریم بیا بیا  سپکاوی  او د مظلومو فلسطینیانو د ځان او مال چخڼی کول  له بلې خوا، ستاسو ټولو مسلمانانو  لومړۍ درجه مساله ده چې بایده ده فکر پرې وکړئ. او  پر وړاندې یې خپله اسلامی فریضه وپیژنئ. او دینی عالمان، سیاسی او کلتوری پوهان خو بیا لا درنه دنده لری. چې افسوس  اکثره وخت یې ترې غفلت کړی دی. عالمان دې  مذهبی اختلافاتو ته د لمن وهلو په ځای ، سیاستوال دې د دښمن پر وړاندې دکمزورۍ په ځای او کلتوری پوهان دې  په فرعی چارو د  مشغولیدا په ځای  د اسلامی نړۍ لوی درد وپیژنی او خپله دنده دې  چې د الهی عدالت په مخکې یې  د  ادا کولو مسوولیت لری ، ومنی  او پوره دې یې کړی.

په سیمه کې ژړوونکې  پیښې، په عراق  شام ، یمن او بحرین  او په  لویدیځه غاړه او غزه  او په ځینې نورو اسیایی او افریقایی هیوادونو کې  د اسلامی امت لویې ستونزې  او مصیبتونه دی چې د نړیوال استکبار د پښو پلونه  پکې باید ولیدلی شی او د درملنې فکر یې وشی. ولسونه باید  هغه له خپلو دولتونو وغواړی  او دولتونه باید  په خپلو درنو دندو  وفاداره اوسی.

او حج او پرتمینه غونډې یې د دغه تاریخی مسوولیت د څرګندیدو او تبادلې تر ټولو لوړ ځای دی . او د  برائت فرصت  چې باید   له هره ځایه د راغلیو حجیانو  په راغونډیدو سره  غنیمت وګڼل شی ،  په دغه هر اړخیزې فریضې کې  یو تر ټولو ګویانه سیاسی  عمل دی .

سږ کال د مسجدالحرام ترخې او تاوانمنۍ پیښې د حجیانو او د هغوی د ولسونو د خولې خوند تریخ کړ. سمه ده چې  د دغه پیښې قربانیان چې د لمانځه ، طواف او عبادت په حال کې د حق دیدار ته وزغاستل  لوی سعادت ته رسیدلې او د الهی رحمت ، رعایت او امن په حریم کې  په ابدی خوب اوده شوې  ان شاء الله،   او دا دهغوی د پاتې کسانو لپاره لویه تسلا ده ، خو دا  چاره،دهغو کسانو چې د رحمان د میلمنو د  امنیت ذمه داری لری د مسوولیت دروندوالی  نه شی کمولی. په دغه تعهد عمل او د دغه مسوولیت  ادا کول زمونږ پریکنده غوښتنه ده .

والسلام  علی عبادالله الصالحین

سید علی خامنه ای

د ۱۴۳۶ هجری قمری کال  د ذی الحجې  څلورمه د  دیارلس سوه څلور نویم لمریز کال د وږې اوه ویشته نیټه .

http://iqna.ir/fa/News/3366588

captcha