قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Tribune» ورځپاڼې نه په نقل، د پاکستان د پراختیا او تجارت ادارې مشر نصر الله جمشید پرون یو سیمینار کې چې د « محمد علی جناح» پوهنتون په همت باندې کراچۍ کې پیل شو، وویل: کېدلی شی چې را روان دوه درې کالو پوری د حلال محصولاتو صادرات تقریباْ ۵۰ میلیارد ډالرو ته ورسېږی او کېدلی شې چې را روان پنځه کالو کې دا رقم نور هم ډېر زیات شی.
هغه زیاته کړه: په کال ۲۰۱۳ کې د نړۍ ټول تجارت کوټه تقریباْ تر ۱۷.۹ تریلیون ډالر پورې رسېدلی وه او د حلال صنعت هم تر اوسه تقریباْ ۷.۱ تریلیون دی چې ۳.۹۲ تریلیون پوری د اسلامی همکاری سازمان غړیو سره تړلی دی.
نصر الله جمشید د حلال محصولاتو اداره په کراچۍ او لاهور ښار کې جوړولو باندې تاکید سره د دې صنعت کارکوونکو نه غوښتنه وکړه چې د حلال بازار ښه کولو لپاره د صنعت، تجارت او خدمات ورکولو لپاره زیات کوښښ وکړی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3377952