IQNA

مالیزیا کې د منا په پېښه کې شهید شوی کسانو لمانځلو مراسم + انځور

10:55 - October 11, 2015
د خبر لمبر: 3384006
خارجی څانګه: مالیزیا کې د منا پېښه کې شهید شوی کسانو لمانځلو مراسم کوالالمپور کې د ایران کلتوری ادارې له اړخه او د نړیواله قاریانو شتون سره پیل شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آسیا شرقی څانګه، دا مراسم د زیارت په ورځ ۱۶ مهر باندې مالیزیا کې د ایران کلتوری ادارې په مرسته او د شرقی آسیا څانګې  ایران علمی ادارې، کوالالمپور کې د امام خمینی هلکانو او نجلکیو تعلیمی ادارو او د مالیزیا کې د جمهوری اسلامی ایران خبر خپرولو ادارې همکاری سره پیل شو.

د دې پروګرام په شروع کې د مالیزیا اسلامی علمونو پوهنتون د سنت او قرآن مطالعاتو پوهنځی استاد انور هاسین، د مالیزیا نړیواله مقابلو کې ړومبۍ راتلونکې ترمذی حاجی علی، د شهید محسن حاجی حسنی کارګر رقیب او د دې کال د مالیزیا نړیواله قرآنی مقابلو کې دویم راتلونکې وان عین الدین حلمی او د ایران قاری صالح رفیعی، د قرآن آیتونو تلاوت وکړو او د منا پېښی شهیدانو روح ته یی هدیه کړو.

هغه ادامه کې وویل: دې کال هم محسن حاجی کارګر، د ایران نړیواله قاری د مالیزیا قرآنی مقابلو کې ړومبنۍ مقام ترلاسه کړی وو، د هغه د شهادت خبر اورېدلو نه پس او د منا د پېښې اورېدلو نه پس ډېر خفه شوم چې دومره ښه قاری زمونږ تر منځه لاړو.

مالیزیا کې د ایران کلتوری ادارې مشر علی اکبر ضیایی د دې پروګرام په ادامه کې د بیت الله د حاجیانو په اړه خواخوږی وړاندې کړو.

د دې پروګرام په اخیره کې موجودو کسانو په جمعې سره لمونځ وکړو او دعای کمیل یی ولوستله او د منا حادثه کې شهید شوی کسانو روح ته یی فاتحه هدیه کړه.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3383535

captcha