IQNA

د پاکستان پیپلز ګوند مشر غړی تاکید وکړو:

د پاکستان حکومت د منا پېښې حقایق پټولو کوښښ کوی/ جنازو سپارنه ضروری ده

11:39 - October 11, 2015
د خبر لمبر: 3384034
خارجی څانګه: اعتزاز احسن د پاکستان د حکومت له اړخه د منا پېښی باندې سترګی پټول او جنازې نه را وړولو باندې نیوکې سره وویل: جنازې باید کورنو ته وسپارلې شی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آسیا غربی څانګه، د پاکستان سنا غونډی کې د مخالف ګوند غړی اعتزاز احسن د منا په پېښه کې شهید شوې کسانو جنازې نه سپارلو باندې او د حکومت په دې پېښه باندې سترګی پټولو په اړه د سنا غونډه ووت.

اعتزاز احسن، د پاکستان پېپلز ګوند مشر غړی د چې مخالف ګوند غړی دی وویل: د منا پېښه اسلامی نړۍ لپاره یوه لویه حادثه وه، خو ولی له بده مرغه کوښښ کېږی چې هیواد په دې پېښه سترګې پټې کړی.

هغه د پاکستان حکومت د منا په پېښه کې په سیاسی چارو باندې سخته نیوکه وکړه او څرګنده یی کړه: د پاکستان حکومت د منا په پېښه باندې خپل نالایقې، بې رحمی او نیمګړی ثابته کړه.

هغه زیاته کړه: په دې پېښه کې تقریباْ ۳۰۰ پاکستانی حاجیان شهید شوی او یا ژوبل شوی، خو ولی د پاکستان حکومت کوښښ کوی چې دا مسئله له سره مطرح نکړی.

اعتزاز احسن دې بیان سره چې مونږ حکومت ته د دې اجازت نه ورکوو وویل: جنازې باید کورنو ته وسپارلې شی او یا دې د دغه کورنو کسانو ته ویزا ورکړلې شی چې خپلې ستونزې پخپله حل کړی.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3383207

captcha