IQNA

د حضرت امام حسین ابن علی علیه السلام غورځنګ یوه ستره ځلا انسانی کرامت او عزت دی

18:22 - October 23, 2015
د خبر لمبر: 3392946
پښتو برخه: د حضرت امام حسین ابن علی علیهم السلام په رهبرۍ دعاشورا غورځنګ یوه ستره ځلا انسانی کرامت او عزت دی . عزت یو داسې حالت دی چې انسان ته دنفس لویوالی ، ماته نه خوړل ، دریدا اومقاومت ، اقتدار او نه انکاریدونکی پیاوړتیا وربخښی چې ځان نه یوازې د د ستمګرو په مقابل کې خوار او ذلیل نه کړی


قرآنی خبر خپروونکې نړیوله ټولنه(ایکنا) پښتو څانګه، انسانی کرامت ته تل دیوه انسانی ارزښت په توګه  پام شوی دی . له کرامته ډک انسان  داسې لوړه روحیه لری چې  ځان  له پستیو او ذلالته  لیرې ساتی  او خپل شخصیَت   او حرمت  په هرحال کې خوندی کوی  . هغه دهغه عزت اوکرامت په وسیله چې  ترلاسه ئې کړی ، دپیښو په وړاندې هیڅکله ماته  نه منی  او دترټولو زیاتو سختیو  او سترو مصیبتونو په وړاندې تل پاتې وی .  لکه څنګه چې  حضرت اما م حسین  علیه السلام  دغه شان شخصیت ؤ .  یو داسې انسان چې  هیڅکله  ئې ځان ذلالت او پستیو ته ونه سپاره . په داسې حال کې چې بچیان او ملګری ئې ووژل شول ،  کورنۍئې  په بند کې لاړه  او بدن ئې په تورو اونیزو سره ټوټه ټوټه شو ، خو روح ئې  پیاوړی اوتل پاتې شو .

   امام حسین علیه السلام  سور مرګ  خوښ کړ ،څو  تل پاتې ایمانی عزت او انسانی کرامت ولری.  په حقیقت کې  حضرت امام حسین علیه السلام  نورو انسانانوته ورزده کړه چې  څرنګه ځان وپیژنی  او له دغه انسانی ګوهره یا ملغلرې ساتنه وکړی . دامام حسین په تفکر کې ، داسې ماته چې عرت ته درسیدالپاره وی ماته نه ده ،بلکې  یو حقیقی بری دی . نو ځکه  دعاشورا په ورځې  فرمائی:،  که ماته وخورم  او ووژل شم ، نو هیڅکله مو ماته نه ده خوړلې  ځکه چې  په دغې لارې کې ،مونږ ته ناکامی نشته:.

دا انسانی کرامت اوعزت دی چې  امام حسین علیه السلام ته اجازه  نه ورکوی  د ابن زیاد په شان پست   اولویدلو کسانوته تسلیم شی . داسې کسان چې   نه یوازې   په دین بلکې پر انسانیّت  ئې سترګې پټې کړی  وی  او پر انسانی ارزښتونو ئې ملنډې وهلی  او دخدای دګران رسول دزوی  په بې احترامۍ  پسې وی . امام حسین ابن علی دهغوی په وړاندې له کومې ویرې پرته مقاومت وکړ  او دهغو کسانو په ځواب کې  چې  هغه حضرت ته ئې دمعاویه له زوی یزید سره  دبیعت کولو وړاندیز مطرح کړی ؤ وفرمائیل :، پوه شئ  دغه پست اولویدلی کس (ابن زیاد)  زه ،دتورې او پستۍ اوخوارۍ ترمینځ راوستی یم  ، خو محاله ده  دمالپاره  چې په ذلالت او خوارئ سره تسلیم  شم  .پروردګار  او دهغه رسول  او ایماندار او پاک او پاکیزه لمن لرونکی انسانان   ورځینی ډډه کوی . :  په دغې وینا کې  امام بزرګوار په دې خبرې سره چې  دوژل کیدا او ذلت او خوارۍ ته دغاړه کیښودو په مینځ کې دی ، فرمائی :، د  مالپاره ډیره ګرانه ده چې ذلت خوښ کړم ، ځکه خدای  دانسان عزت غواړی  او دهستۍ مالک  او دهغه پیغمبر   او ټول مومنان له ذلت سره یو ځای ژوند نه  منی .

دامام بزرګوار داقدام اهمیّت  هاله لازیات روښانه کیږی چې پوه شو د بیعت  د وړاندیز منل ، دیزید او امویانو  حکومت ته  د رواوالی وربخښل وو  او دا هغه شی ؤ چې  امام حسین علیه السلام  هیڅکله هم نه منلو .نو ځکه  ئې له دې ورتیر فرمائیل :،  په خدای قسم ! زه به درته دذلت لاس درنه کړم  او دمریانو په شان  به نه شم  او  خپل پروردګار ته به پناه یوسم .  : د امام حسین علیه السلام دخبرو په  رڼا کې په پست او ذلیله توګه  دبیعت   د نه منلو په اعلانولو سره  خپل پناه ځای  خداوندمتعال  معرفی کړ  او وې فر مایل چې  ټول عزت اوقدرت له هغه سره ښائی، او دا دانسانی کرامت اوج دی :.

    حضرت  امام حسین علیه السلام     انسانی کرامت  ته  تل دیوه انسانی او اسلامی ارزښت په توګه   پام کاوه .  هغه بزرګوار تل خلکو ته کرامت او عزت ډالۍ کاوه او  اجازه ئې نه ورکوله  څوک سپکاویو او ذلت ته غاړه کیږدی . په روایت کې راغلی دی ، چې  له انصارو یو کس  امام حسین ته ورغی  او غوښتل ئې  خپله اړتیا بیان کړی  او مالی غوښتنه وکړی . امام بزرګوار ورته وفرمائیل ،  ائ انصاره  وروه ! له دغې غوښتنې  دې  خپل عزت  وساته  او خپله اړتیا  دې په یوه لیک کې ولیکه : هغه  انصار کس  پخپل لیک کې امام حسین ته ولیکل ، ائ اباعبدا..... فلانی کس  پر ما پنځه سوه دینار پور دی  او اوس ئې په بیرته  اخستو ټینګار کوی ،له هغه سره خبره وکړه  چې ماته څه فرصت راکړی : کله چې امام بزرګوار  هغه  لیک ولوسته ، یوه کڅوړه ئې چې زر  دینار پکې وو ،  هغه کس ته ورکړه او وې فرمایل :،  په پنځه  سوو دینارو سره خپل پور ورکړه او  پنځه سوه نورو دینارو سره  خپله خرڅه او مخارج  پوره کړه  او  خپله غوښتنه له درو  کسانو پرته بل  چاته   مه ښایه ،یعنی دیندار انسان ، دمردانګئ خاوند  یا لحاظ کونکی   او د اصل و نسب  خاوند .  خو دیندار انسان دخپل دین د ساتنې لپاره دتا اړتیا پوره کوی  او البته  مردانګی لرونکی او یا غیرتی انسان شرمیږی چې دتااړتیا پوره نه کړی  او  دغه راز داصل اونسب خاوند  هم پوهیږی چې تا ورته په دغې غوښتنې سره خپل عزت وړاندې کړی  او هغه ته دسپارلی دی  نو هغه  دتاعزت ساتی  او تا له دې پرته چې اړتیا دې پوره نه کړی واپس تش لاس نه استوی  . 

              خوش اخلاقئ  او  انسانی کرامت ته پام ،  د حضرت امام حسین علیه السلام  دژوندپه ټولو مرحلو کې دنفس دعزت دپیاوړتیا  او روزنې لپاره  په ښه ډول لیدل کیږی . په دې مینځومیان کې  دامام حسین علیه السلام  اخلاقی چلند او انسانیّت   ددښمن له لښکر سره  په چلند کې   او ج ته رسیدلی دی . دمثال په توګه ، له لښکریانو سره  دهغه بزرګوار  چلند ته اشاره کولی شو  چې  دامام حسین  دلوړ روح  ښودنه کوی . له  مکې د کوفې په لور لاره کې  امام بزرګوار له اوږدې لارې کچ  کونې وروسته یوه داسې ځای ته ورسید چې  دحر له لښکر سره  مخامخ شو .  په هغې سیمې کې سختې تودوخې او  د اوبو کمښت  هرکس  داوبو دساتلو په فکر کې کاوه .  په داسې حالت کې دحُر لښکر   په سختې تندې سره   د امام حسین له قافلې سره روبرو شو . دامام بزرګوار ځینو ملګرو وړاندیز وکړ  چې  له هغوی سره  دجنګ لپاره  دا خورا ښه وخت دی   څو له لارې ئې وغړوو . خو  امام حسین علیه السلام  نه یوازې  دهغوی وړاندیز ونه مانه  ،بلکې  حکم ئې ورکړ دحُر لښکریانو ته اوبه ورکړی  او حتی وې فرمایل دهغوحیوانانو  (آسونو ) ته هم اوبه ورکړی  . هغه  څه چې  دامام بزرګوار دحرکت دغه ښکلا لارابرسیره کوی ، دادی چې  ا مام حسین علیه السلام  حتی پخپل لاس دحُر لښکریانو ته اوبه ورکولې . دحر دلښکر یو سپاهی  چې  په دغه بهیر کې موجود ؤ ،داسې وائی ،   دحر دلښکریانووروستی کس وم چې   امام حسین ته ورورسیدم .  له سختې تندې  مې حتی  مشک  مو داوبو د څښلو لپاره نه شو اوچتولی  .  په عین حال کې  حسین  چې کله زما  بې وسۍ او کمزورتیا ته متوجه شو نو پخپله ئې مشک دما تر خولې پورې رااوچت کړ  او زه ئې  په اوبو موړ کړم . البته  دامام حسین علیه السلام  د چلند ارزښت  هاله لازیات مشحص کیږی چې  دغه اقدام  دعمر بن سعد دلښکریانو له څوورځې وروسته حرکت سره پرتله شی ، کله چې  هغوی  نه یوازې دهغه بزرګوار ملګری اولښکریان  بلکې  د ددغه لوی امام د شپږومیاشتو ماشوم زوی هم  ونه بخښه .

          دامام حسین علیه  السلام  یوه ځانګړنه ، دټولو انسانانو دژغورلو لپاره  دهغه بزرګوار  اهتمام ؤ . امام بزرګوار  په دې لړ کې دخپلو د ښمنانانو دنجات لپاره خورازیاته هڅه وکړه . لکه څنګه چې دعاشورا په ورځ  او په داسې حال کې چې پر امام حسین  ټوله لارې بندې شوې وې  او جنګ دپیلیدا په درشل کې ؤ ، د اتمام حجت  لپاره  او ممکنه ده  د هغو انسانانو دژغورنې لپاره  ئې چې غافل وو، دخورا وروستۍ لارې په توګه  د دښمن مقابل ته ورغی  او ځان ئې ورمعرفی کړ . که څه هم  هغوی حسین ابن علی ښه پیژنده  خو ممکنه وه دهغه دنیکه یعنی  دخدای پآک دپیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)  او د امام بزرګوار دمور حضرت فاطمةالزهراسلام ا... علیها دنامې په آوریدو سره له دښمنۍ  او زیل څخه لاس واخلی  او وژغورل شی  ،یعنی په خورا سختو شیبو کې  هم  حسین ابن علی  دهغو کسانو دنجات په فکر دی چې  له هغه سره  پر دښمنۍ ډیر ټینګار کوی

یوداسې ټکی چې  له کوفیانو سره د هغه بزرګوار  په خبرو کې   هم روښآنه دی .دلته ده چې  دخوار او ذلالته ډک بیعت د ردولو  خبره کوی اوپه دوام کې فرمائی .، ائ دخدای بندګانو خپل اودتاسو  خدای ته پناه وړم  له دې چې  پر  ما کاڼی وروئ

دحضرت امام حسین ابن علی  په دغې وینا کې مهم ټکی  دانسانانو د ژغورنې لپاره دهغه اهتمام  ؤ او  هغه هڅه چې دهغوی دنجات لپاره  ئې کوی ،  او د هغه بزرګوار  د لودتفکر ښونه ده  چې حتی  دخپلودښمنانو  په ژغورنې  هم فکر کوی او غواړی   هغوی  دنابودۍ په ګرداؤ کې  له هلاکته  وژغوری . جالبه دا چې   له سپکاوی پرته بیا هم هغوی ته  د خدای د بندګانو  خطاب کوی او   له هغوی سره د :ائ دخدای بندګانو  په عبارت سره خبرې کوی .

امام حسین علیه السلام  ددښمن له ټول  سپین سترګیتوب او زیل سره سره ، غوښتل   دهغوی لپاره ددغې واقعې   خطرناک اثرات  ترممکن حده کم کړی او  په دنیا اوآخرت کې  دهغوی دبدنامۍ مخه ونیسی ،  او خپل دښمن  له ټولو شرارتونو  سره  دانحراف له لارې  مستقیمې لارې ته بیرته راوګرځوی .

دعاشورا  په سختو اووروستیو شیبو کې ،  کله چې  ددین ، حق او عدالت  او آزادۍ او حریّت او انسانیّت  په دفاع کې بیله    ولاړ دی اوپه دښمن اتمام حجت کوی  نو ناڅاپه متوجه شو چې  دعمر بن سعد لښکر  پر خیمو د یرغل   او چورتالان نیّت لری ،نو بیا ئې خپله خورا وروستۍ هڅه هم وکړه ،څو  دهغوی انسانی کرامت راویښ کړی . له همدې امله ئې وفرمائیل ،  افسوس دې وی  پرتاسو ،ائ دابوسفیان دکورنۍ  پیروکارو !که دین نه لرئ   او دقیامت له ورځې نه ویریږئ، نو دخپلې دغې نړۍ  په ژوند کې خو آزاد ووسئ :

captcha