IQNA

ځانمرګی چاودنه:

د پاکستان په کویټه ښار کې حسنی ویرجنو باندی حمله

19:26 - October 23, 2015
د خبر لمبر: 3392957
پرون ماځیګر د پاکستان بلوچستان ولایت بولان ښار کې یو خانمرګی چاودنه شوی.


د پاکستان بلوچستان ولایت بولان ښار په چلګری سیمی کی د یوه ځانمرګی چاودنه په وسیله د محرم د عزادری په وخت د دغی سیمی د امامباړی په وراندی په ځان پوری تړلی چاودیدونکی توکی ولوزول چی له امله یی کم از  کم لس کسان شهیدان او دولس نور زخمی شوی دی ویل کیږی چی ځېنی کسان پکی نور هم مرګی حاله دی.

د پاکستان د بلوچستان صوبی  د کورنیو چارو وزیر سرفراز بگتی  ویلی دی دغه خودکش اتلس کلن ځوان  و چی زنانه لباس یی اغوستی و  او د چالګری امامباړی  کی یی د ویرجنو مسلمانانو په مینځ کی جنایت کری دی. د هغه په وینا په وژل شویو کسانو کی شپږ ماشومان وو چی عمرونه یی له لسو تر دولسو کلونو پوری  وو.

دا لومړنی وار نه دی  چی پیلی اوتالی ځټی ترهګر او جنایتکار په پاکستان کی دمحرم په شپو ورزو کی دغه شان جنایتونه کوی له د ی مخکی هم  په کرتو دغه شان جنایتونو کی په سلګونو مسلمانان قربانی شوی دی خو دا د پاکستان حکومتی او فوجی جترواکی دی  چی  د ترهګرو په وراندی نرمَښت ښودلو سره یی دغه شان جنایتکار لاسپین سترګی کړی دی حو خپلو غیر اسلامی او غیر انسانی  فعالیتونو ته ئې دوام ورکړی

دا په داسی حال کی دی چی د پاکستان د اهل تشیع یو شمیر ډلو او  ګوندونو پرون د پاکستان حکومت ته د عزادری د دستورو د محدود کیدا په باب په سخت خبرداری ورکولو سره تینګار کړی دی چی که حکومت د ترهګرو په ضد د عملیاتو د پراخولو په پلمو سره د  عزاداری د محدودولو کوشش وکری نو  په درست هیواد کی به شیعیان واتونو ته راووځی او بیا به یی ټوله ذمه واری  پر حکومت وی او کنترولول به یی  هم ګران وی.

captcha