قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «النشره» خبرونو بنسټ نه په نقل، د لبنان د مسلمانانو غونډه پرې تاکید وکړو: د شیخ نمر پانسۍ باندې د عربستان لوړې محکمه له اړخه تاکید د خولپوټى نښه ده، او دی سره به په دې هیواد کې بدلون رامخې ته شی.
په دې بیانیه کې راغلې دی: د آیت الله نمر د پانسۍ حکم یو سیاسی حکم دی او د قانون په اساس جاری شوی د عدالت او د شرع په اساس نه دی صادر شوی.
د سعودی عرب حاکمان ایران له زور ورکولو په سبب دا ظلم نه ډک حکم ترسره کوی.
د لبنانی عالمانو غونډی تاکید وکړو: عربستان دې د پانسۍ حکم اجرا کولو نه مخکې د هغی منفی اثراتو ته چې لاسونه به د آل سعود ګریبان ته اچولې کېږی هم پام وکړی او پوهه دی شی چې د یو شیعه عالم پانسې به په دغه هیواد کې د فتنې اور بل کړی.
په دی بیانیه کې راغلې: هغه هیوادونه چې د بشر حقوق او ازادی خبرې کوی ولی د دې ظالم نه ډک حکم په اړه چب دی؟
او ولی سازمانونه او نړیواله غونډی د عربستان به سیمه کې ورانکاری او فتنې نه ډک کارونو په تېره بیا په سوریه کې باندې سترګی پټی کړی او ورته ګواښ نه ورکوی؟
په بیانه کې راغلې: آیت الله شیخ نمر یو دینی عالم دی او خپل نیوکه یی د سولې حدود کې بیان کړی او د عربستان د مشرانو په دغه هیواد کې د اعتراض لرونکو سره بد عمل د بشری حقوق او نړیواله قانون خلاف دی، عربستان باید په دې پوهه شی چې دې کار سره به عربستان کې کورنۍ جنګ آغاز وشی.
د ملک سلمان له اړخه د شیخ نمر د پانسۍ حکم باندې د لاسلیک احتتمال ډېر زیات دی، محمد النمر د آیت الله نمر ورور تاکید کړی چې د ورور د پانسۍ حکم به یی په عربستان کې شر غوبل او اړدوړ شروع کېږی.
هغه د لبنان ورځپاڼه الاخبار ته ټیلفونی مرکه کې د شیخ نمر د پانسۍ حکم عملی کول باندې اندېښنه څرګنده کړه او وی وېل: دا حکم چې د نوی نظر وړ نه لری که عملی شی نو ځان سره به ډېری ناوړه پایلې او بدې نتیجې لری.
محمد النمر څرګنده کړه: د شیخ النمر د پانسۍ حکم اوس د ملک سلمان اخیری لاسلیک ته پاتی او د هغه لاسلیک سره به دا روحانی مجاهد پانسی شی، او دا حکم عملی کولو سره به عربستان فتنو کې ډوب شی.
هغه تاکید وکړو: د عربستان له مشرانو له اړخه دی اقدام د عربستان شرقی سیمو کې خفګان او ناراضی په خلکو کې چی شیعیان دی پیدا کړی.
النمر دی وینا سره چې د دا حکم به د حکومت ځای شدت سره هیواد کې کمزوری کړی وویل: که ملک سلمان د دې حکم مانع شی نو کېدلی شی چې د عربستان دننه مذهبی ستونزی کمې شی او هیواد کې د امنیت او آرامښت ډېره شی.
د آیت الله شیخ النمر ورور په اخیره کې وویل خو ولی د ملک سلمان له اړخه د دې حکم اجرا کولو قوی احتمال دی خو څرګنده ده چې دا مسئله یوه سیاسی مسئله ده او هدف د عربستان شرق شیعیان مخنیوی او ځپول دی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3395128