قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د kabul.icro.ir خبرونو بنسټ نه په نقل، د افغانستان د دولتی او خصوصی مدرسو قرآنی مقابلو اتل کسانو معرفی د افغانستان د سترو ساسیی، کلتوری او مذهبی او قرآنی کورنو له اړخه کابل کې پیل شوه.
د افغانستان د قرآنی عالی شورا مشر حجتالاسلام والمسلمین عباس حسنزاده په دې مراسمو کې وویل: دا رنګه پروګرامونه او د قرآنی مقابلو پیل کولو هدف په ځوانانو او ماشومانو کښې د قرآن کریم په ټولنه کې مقام او ځای ورښودل دی چې دارنګه کارونو سره به یی تفکر روښانه شی او د نورو کلتورونو حملو ته به آماده وی.
هغه زیاته کړه: قرآن چې یو آسمانی کتاب دی او مسلمانانو کې د وحدت بنسټ دی، نو باید کورنۍ دې لپاره لټون وکړی چې ماشومان یی قرآن سره مینه پیدا کړی، او قرآن سره مینه لرل مونږ له مختلفو مصیبتونو نه امان کې لری.
د افغانستان د قرآنی عالی شورا مشر وویل: د اهلبیت علیهم السلام بندیان او په تیره بیا د حضرت زینب سلام الله علیها په وخت کې راغلی چې دوی د عاشورا پېښی نه پس د شهدا وینو پیغام یی عامو خلکو ته ورسولو او مَا رَاَیتُ إِلاَّ جَمِیلا سره یی دښمن هم ویجاړ کړو او غورځنګ یی راوستلو.
د دی مراسمو په اخیره کښې د مقابلو داورانو ګټونکې ولمانځل او ګټونکو ته یی جایزی ورکړی همدارنګه ۸۰ کسانو ته د افغانستان قرآنی عالی شورا له اړخه منښتلیک ورکړلی شو.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/3433560