قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «نون» عراقی خبرونو نه په نقل، د امام سجاد علیه السلام شهادت کلیزی په مناسبت سره د «تراتیل سجادیه» نړیواله جشنوزمی دویمه دوره پیل شوه، په دې جشنوزمه کې یو شمېر شحصیتونو، دینی پوهاندو او د رسنۍ کسانو عربی هیوادونو او د اسلامی او بهرنې لیکوالو، د موسساتو مشرانو د بشری حقوق سازمان او د مختلفو هیوادونو نه ګډون سره په کربلا کې د امام حسین علیه السلام صحن مطهر کې شروع شو.
په دې جشنوزمه کې لیکوال، ادیبان، دینی پوهاند او د حقوقو په اړه کار کوونکې له لبنان، تونس، ایران، بحرین، فرانسه، سوئیس، جرمنی، آمریکه او عراق نه ګډون کوی.
د تراتیل سجادیه نړیواله جشنوزمه مقدماتی کمېټه مشر او د دې چشنوزمې څاروونکې سید جمال الدین شهرستانی په دې اړه وویل: د جشنوزمې دویمه دوره د «د امام سجاد علیه السلام د حقوقو رساله او قانون او طریقی» عنوان سره د امام سجاد علیه السلام شهادت کلېزی سره سم پیل کېږی.
الشهرستانی ادامه کې وویل: دا جشنوزمه به تر درې ورځو وړاندې کېږی،
هغه زیاته کړه: د دې جشنوزمی یو فعالیت د امام سجاد علیه السلام حقوقو رساله مفهومونو تشریح کول دی.
الشهرستانی په ادامه کې دې خبرې ته اشاری سره چې دا جشنوزمه به تر درې ورځو پوری پیل کېږی، وویل: په دې جشنوزمه کې مختلف پروګرامونه لکه څېړونکې او علمی غونډې، د کتابونو نندارتون او د انځور مقابلې شامل دی.
د دې جشنوزمی ړومبنۍ دوره کربلا کې د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې استانه کې پیل شوی وه.
http://iqna.ir/fa/News/3444596