قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «لاس آنجلیس ټایمز» ورځپاڼې نه په نقل، آمریکایی هنر مند «سندو برک» له ۲۰۰۳ کال نه د عراق جنګ خبرونه او د امریکه د اقداماتو څارل کوی او د امریکې اقداماتو خلاف دی.
برک وایئ: هغه ټول پروګرامونه چې په کې د اسلام په اړه خبری کېږی، اورېدلې می دې او ډېر سوالونه به مې ذهن ته راتلل چې قرآن څه دې؟ آیا دا د امریکې سره دښمنۍ لپاره خلک لمسوونکې دی؟ آیا اسلام غربی تمدن سره جوړښت نه لری؟
هغه زیاته کړه: خو ما اسلامی هیوادونو ته سفر کې ولیدل هغه څه د اسلام په اړه ویلې کېږی او په دغه هیوادونو کې زما تجربیاتو سره هیڅ اړیکې نه لرلی.
سندو برک زیاته کړه: فکر کوم چې نور رسنۍ اوریدلو نه ستومانه شوم او باید پخپله حقیقت باندې ځان پوهه کړم.
برک چې د کالېفورنیا ښار«سیل بیچ» کې زږېدلې او اوس د دغې ولایت «لانګ بیچ» ښار کې ژوند کوی، هغه اراده لری چې د قرآن مطالعه وکړې او د هغې پوهنې په انځور کښنه کې وړاندې کړی.
هغه د قرآنی لوستلو نه د ترلاسه کړی چې انجیل له قرآن سره ډیر شباهت لری.
برک وایئ: ړومبنۍ او یو څرګنده مسئله چې څوک یی د قرآن په هکله نه پېژندی هغه دا ده چې قرآن یو ډېر آشنا کتاب دی.
سند برک چې ځان له یو دین او معنوی عقیدې پابند نه ګڼې وایی: قرآن د حوا او آدم، د نوح د کشتۍ، د ابراهیم او اسحاق، د مسیح او مریم کېسی وړاندې کړی او دا ټولې کېسی په مسحیت کې هم تاسو اورېدلی نو بس ډېر څېزونه سره یو دی.
برک له تېرو ۹ کالو د قرآن په کښنه کې مشغول دی او د په اخیرنې کلونو کې د سراسر امریکا نندارتون کې دا کښنې وړاندې کړی او اوس ړومبې ځل د کالېفورنیا «اورنج کانتی» موزه کې په کامل توګه وړاندې کېږی.
دا نندارتون چې د ۱۶ آبان نه شروع شوی تر ۹ اسفند پوری ادامه لری او دې کې د ۲۰۰ نه زیات د کښنې اثار کتنې نندارې لپاره وړاندی شوی.
سند وبرک وایی هغه خپل انځورونو کې د قرآنی آیتونو نه د ننۍ دنیا د پېښو په اړه هم استفاده کړی لکه د نوح علیه السلام د طوفان پېښه یی د امریکې ۲۰۰۵ کال کاترینا طوفان سره انځور کېښنه کړی.
سره د خپلو اثارو هغه د مصورۍ خپل یو کتاب چې په کې د قرآنی آیتونو پر اساس انځورونه کېښه کړی هم وړاندې کړی چې په دې نندارتون کې خرڅ لپاره موجود دی.
http://iqna.ir/fa/News/3446004