قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د nmisr.com ویبپاڼې نه په نقل، د مصر بازار او ځنې نندارتون لکه د شارجه کتاب نندارتون، انټرنیټی دوکانونو او د مصر بازارونو کې نوې شکل کې رنګی قرآنونه راوتلې چې د دغه هیواد ځنې ښاریان یی مننونکې او ځنې یی مخالف دی.
د مصر یو ښاری د دارنګه قرآنونو سره مخالف اعتقاد لری چې رنګونه قرآن کې استعمال نشی ځکه چې بې ارادی او بی هوښه کې د خپلو ارزښتونو مسخره ونکړو.
خو ولی د مصر یوه ښځه چې د رنګی قرآنونو منونکې ده وایئ: زه دا یو ښه کار ګڼم، ځکه چې ماشومان او نجلکۍ یی خوښه وی او هغوی د قرآن حفظ کولو ته هڅند کوی.
یو بل مصری چې د دارنګه قرآن مخالف وو، وویل: زه له دی سره مکمل مخالف یی او زما په خیال د رنګونو په ځی د قرآن کاغذ او قرآن ته باید توجه وشی.
خو ځنې منونکې اعتقاد لری چې د رنګی قرآن چاپ کوونکې مراکزونو هدف ماشومانو کې د قرآن لوستلو مینه پیدا کول وو او د دې مرکز بلکل د قرآن کریم او د دې وحی کلام ظاهر او شکل کې بدلون راوستل نه وو.
د مصر یو خپروونکې ادارې اعلان کړی: دا رنګه قرآن له ماشومانو او نجلکو له اړخه ډېر زیات خوښ شو، او د هغه کسانو چې د قرآن سره مینه لرونکې دې له اړخه هم ډېر وستایلې شو.
http://iqna.ir/fa/News/3454146