IQNA

د تاریخ تر ټولو لوی شیعه شتمن څه رنګه له مخې لری شو؟

1:03 - November 24, 2015
د خبر لمبر: 3456316
نړیواله ډله: ۱۵ کاله مخکې هم د نن ورځی غونډې د ۲۰۰۰ کال نومبر میاشتې نیمی کې یو کس د صحنې نه څنګ ته شو چې 60 میلیارد ډالره کلیزه ګټه باندې سترګی پټې کړی وې او د مذهب اهلبیت علیهم السلام یی خپل کړی وو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم خبرونو چینل نه په نقل، ادواردو آنیلی په کال ۱۹۵۴ ۹ جنورۍ نیویارک ښار کې زږېدلی وو.
هغه خپل زدکړی پوره کولو نه پس د آنلانتیک پوهنځی کې، تحصیل ته د شرق فلسفه اوننی معاصر ادبیات ته د پرینستون پوهنتون کې ادامه ورکړه، د پوهنتون تحصیلات پوره کولو نه پس یی د عرفان او شرقی مذهبونو مطالعه لپاره د هند او بیا د ایران هیوادونو ته سفر وکړو او د ایران سفر کې شیعه شو.
سناتور جیوانی آنیلی، پلار ادواردو د ایتالیا له شتمنو نه یو ثروتمنده کس وو چې د فیلټ ګاړو جوړولو، فراری، لامبورګینی، لانچیا، آلفارمو او آیوکو او دارنګه نورو کارخانو او د صنعتی اجزاء، خصوصی بانک، د معاصر جامو کارخانې، لاستامیا او کوربره دلاسرا ورځپاڼه، د فراری ګاډو او د فوټبال میدانونو مالک وو.
سره د دې یی د ځای جوړولو، دارو جوړولو، چورلکه جوړولو کارخانی هم لری چی آنیلی کورنۍ د دې اصلی مالکان دی، د آنیلی کورنۍ دولت دومره زیات دی چې د ایتالیا رسنۍ دا کورنۍ د باچاګانو په کورنۍ یاده وی، پوهاند د آنیلی کورنۍ کلیزه ګټه تر ۶۰ میلیار ډالر یاده وی چې تقریبا ۳ برابر د ایران د تیل د ګټی برابر دی.
ادورادو او اسلام
ادواردو د پرینستون نیویارک پوهنتون کې دینونو فلسفه محصل وو. هم نیویارک کې زږیدلې وو، او انجیل او تورات یی لوستلی وو، خو ولی دې کتابونو هغه نه وو قانع کړی، هغه ۲۰کلیزه وو چې یو کتابتون کې یی سترګی په قرآن پرېوتلی او یو څو آیتونه یی د هغی ولوستل او احساس یی وکړو چې دا کلام د بشر کلام نه دی.
هغه د اسلام راوړلو کیسه دارنګه نقل کوی: نیویارک کې ووم، چې یو ورځی کتابتون کې می د کتابونو لټون کولو چې سترګی می په قرآن پریوتلی هغه می راواغستلو او یو څو ایتونه می په انګلیسی ژبه کې ولوستل داسی را ته ښکاره شوه چې دا کتاب یو بشری کلام نه دی او احساس می وکړو چې زیات یی لوستل په کار دی نو ځان سره می راواغیستلو.
له دی نه پس هغه یو اسلامی مرکز ته مراجعه کوی او له هغی غوښتنه کوی چې زه ایمان راوړل غواړم، هغی ورته «هشام عزیز» نوم ورکوی. د آنیلی یو مسلمان ملګری محمد اسحاق عبداللهی په دې اړه وایئ: ادواردو به ډېری شپی وېښی تېرولی، او د شمع په رڼا کې به یی قرآن لوستلو، هغه زیاته کړه چې ادوار مسلمانانو سره مسلمان شوی دا یوه بی ثبوته ادعا ده، ځکه چې د ادوار پلار چې کوم مالی او سیاسی ژوند لرلو، هیڅ کس دا اجازت به ځان ته ورنکړی چې دا رنګه مسئلو کې ځان راګېر کړی، او هغه یو نوې دین ته دعوت شی، هغه ډاکټر قدیری ابیانه سره ملاقات نه پس شیعه شو او ځان له یی مهدی نوم خوښ کړو.
ادواردو د پلار د مالی او سیاسی حیثیت له کبله که څه هم د نړۍ له لویو لویو سیاسی او مذهبی لارښودو او شخصیتونو سره ملاقاتونه کړی وو خو ولی چې کله امام خمینی سره یی کتنه وشوه نو د هغه د سادګی، عظمت او معنویت نه ډېر متاثره شو، او دې ملاقات د هغه ژوند کې بدلون راوستلو.
د ایتالیا یو خبریال ایګورمن وایئ: کله چې ادواردو امام سره ملاقات وکړو او څه رنګه چې به هغه د امام په اړه خبری کولی ما به ځان سره ویلی امام هغه باندې جادو کړی، ادواردو د خپل شهادت نه یوه میاشت مخکې غوښتل چې ایران ته لاړ شی.
ادواردو باندې فشار
حسین عبداللهی چې د هغه نږدی ایرانی ملګری وو، په ادواردو باندې د کورنۍ له اړخه چې کوم فشار وو هغه باور کوونکې نه دی، هغه وایئ: ادوار د اقتصادی فشار لاندې وو، آنیلی کورنۍ هغه اقتصادی لحاظ نه مکمل تحریم کړی وو، تر دی چې د ټیکسی پیسی به ورسره هم نه وی.
قدیری ابیانه وایی چې د آنیلی کورنۍ لپاره دا ډېره سخته خبره وه، ایتالیا چې د کاتولیک مسیحیانو مرکز دی، خلک به اویئ چی د سناتور آنیلی زوی اسلام راوړلو، نو ځکه هغه یی ډېر سخت فشار لاندې ساتلو، چې د اسلام نه لاس واخلی.
خودکشی یا شهادت؟
ادوارد، د ایتالیا او د اتالیا لوی شتمن آنیلی مشر زوی او ځایناست، د خپل هیواد د راضونو او د مافیا او اسرائیلو رازونو نه خبر وو، او اوس د مسلمان کېدو نه او بیا د انقلاب ایرانی طرفدار کېدلو نه پس خطرناک وو، هغه ایتالیا کې د سلمان رشدی خلاف فعالیت کولو، د فلسطین کې د صهیونیستو جنایتونه به یی محکوم کول او له دې لپاره یی د خپل هیواد ولسمشر او ړومبنۍ وزیر سره هم په ټیلی فون خبری کړی وې.
د ارواردو د شهادت په اړه چې کومی مشکوکی خبری وجود لری هغه د دی، لکه هیڅ څېړنه د هغه د قتل په اړه نه ده شوی، د هغه د جسد پوسټ مارتم نه دی شوی او د هغه مرګ ځانمرګی مرګ وټاکلو، حتی له دی نه مخکې چی پولیس د هغه مرګ په رسمی توګه اعلان کړی ځنې ورځپاڼو د هغه مرګ ځانمرګه مرګ اعلان کړو.
د هغه د مرګ نه پس د هغه د مسلمانېدو خبر یی مکمل پټ کړو او د هغه ایران ته سفر او عقاید یی هم سانسور کړل، او د هغه له مرګ نه پس د هغه د ژوند سره تړلې هر څېز حتی هغه مستند چې هغه جوړ کړی وو او د ایتالیا ۱ چینل سره آرشیو وو له دغه چینل د آرشیو نه خارج کېږی.
د ادواردو قتل نه څو کاله پس د هغه ډېر نږدی ملګری لوکا کایتانی لواتلی همدارنګه قتل کېږی او دا ادواردو هغه ملګری وو چې ایران ته هغه سره راغلې وو او شیعه شوی وو. لوکا هم د ایتالیا د یوې شتمنې کورنۍ نه وو. د لوکا پلار د ایتالیا شرابو سلطان په نوم باندې مشهور وو، د ځانمرګی ډرامه د ادواردو او د دارنګه ځوان چې په جهالت کې ژوند کول نه غوښتل ژوند پایی ته رسولو لپاره یو لوی سیاست وو.
مارکو باوا د ادواردو یو بل نږدی ملګری چې د ادواردو د قتل پېښی باندې خاوری اچولو باندې یی نیوکه کړی وه، هغه په ۲۰۰۱ کې یو لیک د ایتالیا قضایی شورا ته لیکې او په هغې کې د ادواردو قتل پېښی باندې نیوکه کوی او د هغه د ځان وژلو په اړه ځواب غواړی، هغه عقیده لری چې د ادورادو جامه او پېزار د هغه د ځان وژلو تایید نه کوی، خو ولی د هغه له اړخه د مړی د مړینی علت څرګندولو خبره نه منل کېدونکې وګڼلی شوه.

http://iqna.ir/fa/News/3453528

captcha