IQNA

د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود د غربی هیوادونو زلمیانو ته وینا

اسلامی نړۍ سره خپلمنځی بنسټ له رښتونولی او پتمنی په اساس شته کړی

0:15 - December 07, 2015
د خبر لمبر: 3460522
ساسی ډله: د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود د غربی هیوادونو زلمیانو وویل: اسلامی نړۍ سره خپلمنځی بنسټ له رښتونولی او پتمنی په اساس شته کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی انقلاب لارښود د دفتر نه په نقل، حضرت آیت الله خامنه ای د اسلامی انقلاب لارښود د غربی هیوادونو زلمیانو ته خپل لیک کې فرانس کې د ترهګرۍ دردوونکې پېښه د همفکری یوه ډګر وټاکلو او اسلامی نړۍ کې د ځنی لویو هیوادونو له اړخه د ترهګرو نه حمایت کول او د اسرائیل ترهګری حکومت نه مرسته کول او اسلامی نړۍ باندې اخیرنې څو کالو کې تاوانې حملو ته اشاری سره ځوانانو ته وویل:  اسلامی نړۍ سره خپلمنځی بنسټ له رښتونولی او پتمنی په اساس شته کړی.



د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د لیک متن:

بسم الله الرحمن الرحیم

په اروپا او شمالی امریکا کې ټولو زلمیانو ته

په فرانسې کې وروستیو پیښو او په  ځینو نورو لویدیځو هیوادونو کې  ورته پیښو زه  وهڅولوم چې دهغو په هکله  نیغ په نیغه له تاسو سره خبرې وکړم. زه تاسو ځوانان خپل مخاطب ګرځوم؛ په دې وجه نه چې  ستاسو په پلرونو او میندو سترګې پټوم ،  بلکې په دې سبب چې  ستاسو د ولس او ټاټوبی راتلونکی ستاسو په لاسونو کې وینم او  همداراز د حقیقت غوښتنې  احساس ستاسو په زړونو کې  لا ژوندی او بیداره  وینم.  همداشان په دې لیکنه کې ستاسو سیاستوال او چارواکی نه مخاطبوم، ځکه چې پوهیږم هغوی  په شعوری توګه  د سیاست لاره د صداقت او راستۍ له لارې  جدا کړې ده .له تاسو سره زما خبره د اسلام په  هکله ده او په تیره  بیا ، د اسلام  د هغه انځور او څیرې په هکله چې   تاسو ته ښودل کیږی.  له دوو لسیزو را په دیخوا- یعنې کابو د شوروی جمهوریتونو د اتحاد له ړنګیدو وروسته - زیاتې هڅې شوې چې دا لوی دین  د یو ویروونکی دښمن په مقام  کې راوستل شی. په خواشینۍ سره د لویدیځ په سیاسی تاریخ کې  د ویرې او کرکې د احساس لمسول او ورځنې ګټه پورته کول اوږده مخینه لری. زه دلته  په هغو ډول ډول   « ترهو» چې تر اوسه لویدیځو ولسونو ته القاء شوې  غږیدل نه غواړم. تاسو په خپله د تاریخ په هکله د وروستیو انتقادی  څیړنو په  لږې شان مطالعې سره  لیدلې شئ چې  په نوې تاریخ لیکنې کې ،   دنړۍ له نورو ولسونو او فرهنګونو سره د لویدیځو دولتونو غیر صادقانه او چلبازې  کړنې غندل شوې دی . د اروپا او امریکا تاریخ له مریه جوړونې  شرمنده  دی ، د استعمار  د پړاو په وجه یې سر ټیټ دی، په رنګین پوستو او غیر مسیحیانو  له ظلمه خځل دی،  ستاسو څیړاندی او تاریخ لیکونکی  له هغو  وینو بهیدنو چې د مذهب په نوم د کاتولیکانو او پروټسټانو  او یا د ملیت او قومیت په  نامه  په لومړی او دوهم نړیوال جنګونو کې  پیښې شوې  د شرم ډیر ژور احساس لری.

دا په خپله د ستاینې خبره ده  او د دغه اوږد  لړلیک د ځینې برخې له  بیانولو زما هدف  د تاریخ  غندنه نه ده، بلکې له تاسو غواړم له خپلو روڼ اندو پوښتنه وکړئ  چې ولې باید په لویدیځ کې عمومی وجدان  همیشه  د څو لسیزو او کله کله څو پیړیو   په ځنډ سره  بیداره او هوښیاره شی؟ ولې په عمومی ضمیر کې بیا کتنه    باید په  ډیرو پخوانیوکلونو کې وی  نه په  ورځنیو مسایلو کې؟  ولې   له اسلامی فرهنګ او تفکر سره  د  چلند د څرنګوالی  په شان مهمې موضوع کې  د عمومی پوهې  له پیدا کیدو مخه ونیول شی ؟

تاسو ته  ښه معلومه ده چې   له « بله»  د خیالی ویرې  او نفرت پیدا کول او سپکاوی، د هغو  ټولو ظالمانه ګټه پورته کولو  مشترکه زمینه پاتې شوې ده .اوس زه غواړم له ځانه وپوښتئ چې ولې  د ترهه اچولو او کرکې خپرولو پخوانی سیاست  دا ځل په  بې مخینې شدت سره  اسلام او مسلمانان په نښه کړې دی؟  ولې په  نړۍ کې د طاقت جوړښت نن  غواړی  اسلامی تفکر  څنډې ته او کمزوری کړی شی؟ ولې په اسلام کې  څه خبرې او ارزښتونه  د لویو طاقتونو د پروګرام  خنډ دی  او  له اسلامه د غلط انځور له وړاندې کولو   څه ګټې لاسته ورځی؟ نو زما لومړۍ غوښتنه دا ده چې  د  اسلام په خلاف د دغه  پراخو منفی پروپاګنډو د محرکاتو په هکله پوښتنه او ګرویږنه وکړئ.

زما دوهمه غوښتنه داده چې  د منفی تبلیغاتو او وارمخکې قضاوتونو د سیلاب په غبرګون کې  هڅه وکړئ  له دغه دینه نیغ په نیغه او بې واسطې  شناخت حاصل کړئ.  د روغ منطق تقاضا داده چې لږترلږه پوه شئ  هغه څه چې تاسو ورځنې تښتوی او ویروی، څه دی او څه ماهیت لری. زه ټینګار نه کوم چې له اسلامه زما یا بل هر اخستون ومنئ بلکې وایم چې  مه پریږدئ چې دا خوځنده او اغیز شنیدونکی واقعیت په نننۍ نړۍ کې  په  غرضونو او ککړو موخو سره  تاسو ته وپیژندل شی. مه پریږدئ چې په ریا سره  خپل ا ستخدام کړې ترهه  ګر د اسلام د استازو په توګه  تاسو ته معرفی کړی. اسلام  د سوچه  سرچینو او  لومړیو ماخذونو له لارې  وپیژنئ.  له اسلام سره  د قرآن  او  د هغه د لوی پیغمبر ( صلی الله علیه وآله وسلم) د ژوند له لارې  بلد  او آشنا شئ.  زه دلته غواړم وپوښتم  آیا تر اوسه  مو په خپله نیغ په نیغه د مسلمانانو قرآن ته مراجعه کړې ده ؟ آیا د پیغمبر اکرم (ص) تعلیمات  او د هغه انسانی او اخلاقی تعلیمات مو مطالعه کړې دی دی؟ آیا تر اوسه مو د اسلام پیغام  بې له رسنیو له بلې سرچینې اخستی دی؟ آیا هیڅکله مو له ځانه پوښتلې دی چې  همدا اسلام، څنګه او په کومو ارزښتونو په اوږدو پیړیو کې  د نړۍ تر ټولو لوی علمی او فکری تمدن وروزه. او ډیر لوی پوهان او متفکران یې  تربیت کړل؟

زه له تاسو  غواړم مه پریږدئ چې  په سپکو او پریوتو انځورګریو او تصویر جوړولو سره  ستاسو او د حقیقت په مینځ کې  جذباتی او احساساتی  دیوال جوړ کړی  او  د بې پلوه قضاوت امکان له تاسو واخلی.  نن چې ارتباطی وسیلو جغرافیایی پولې  ماتې کړې ، مه پریږدئ چې تاسو په ذهنی او  جعلی  پولو کې  راګیر کړی. که څه هم هیڅوک په ځانله سر دا پیدا شوې  درزونه نه شی ډکولی خو  په تاسو کې هر یو کس کولی شی  د خپل ځان او خواشا چاپیریال دپوهولو لپاره  ددغه درزونو لپاره د فکر او انصاف پل جوړ کړی. د اسلام او تاسو ځوانانو تر مینځ دا له مخکې جوړه شوې ستونزه  که څه هم ترخه ده  خو  ستاسو په تلوسګر او متجسس ذهن کې نوې پوښتنې پیدا کولی شی . د دغه پوښتنو د ځواب موندلو لپاره هڅه، د نویو حقیقتونو د موندلو لپاره تاسو ته غنیمت فرصت  برابروی . پر دې اساس   له اسلامه د سمې پوهې  او بې وارمخکې قضاوته د سم درک  لپاره دغه لاسته راغلی فرصت  له لاسه مه  ورکوئ چې ښایی  د دغه حقیقت په وړاندې  د مسوولیت منلو  په برکت  راتلونکی خلک  له اسلام سره د لویدیځ د تعامل د تاریخ دا پړاو په کمې ځورونې او په نسبتا آرامه ضمیر سره  ولیکی.

سید علی خامنه ای

۸ آذر ۱۳۹۴



د اسلامی انقلاب د معظم لارښود  د غربی هیوادونو زلمیانو ته ړومبنۍ خط د تېر کال بهمن میاشته کې لیکلې شوی وو.



http://www.iqna.ir/fa/News/3458369

captcha