قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پریس تی وی نه په نقل،زیګمار ګابریل د جرمنی سونتاګ بیلد ورځپاڼی سره مرکه کې وویل: نړۍ کې ټول وهابی جوماتونه د سعودی عربستان له اړخه حمایت کېږی، جرمنی کې ځنی هغه خلک چې خطرناک ګڼی کېږی د دغه مرکزونو نه راوتلی.
ګابریل چې د جرمنی ستر ولسمشر آنګلا مرکل، حکومت کې د اقتصادو وزیر هم دی، د سوریه بحران کې د عربستان چارو باندې سخته نیوکه وکړه، عربستان د سوریه ولسمشر بشار اسد، مخالفی ډلی نه حمایت کې ډېر مهم نقش لری.
هغه وویل: باید اوس په دی اړه عربستان ته څرګنده کړو چې دارنګه مسئلو حل لپاره د نورو لارو انتخاب وخت تېر شوی.
د جرمنی دموکرات سوسیال ګوند مشر اس پی دی د هغه جوماتونو او مؤسسو په خلاف اقدامات کولو غوښتنه کړی کومی چی وهابیت سره اړیکی لری.
ګابریل وویل: د سلفی جوماتونو افراطی فکر د ښی اړخی توند لارو نه زیات خطرناک دی.
توماس اوپرمان، د جرمنی پارلمینټ اس پی ګوند مشرهم غوښتنه کړی چې د دارنګه ښودنو مخنیوی وشی ځکه چې دا د جرمنی د اذادی قانون ړومبنی اصولو سره مخامخ دی.
اوپرمان د ولت ام سونتاګ جرمنۍ ورځپاڼی سره مرکه کې وویل: باید د عربستان مالی حمایت نه چې د وهابی عقایدو مرکزونو نه کوی مخنیوی وکړو.
هغه دی ته اشاری سره چې وهابیت داعش ډلی ته ښودنې کوی وویل: مونږ جرمنی کې دارنګه کارونه نه غواړو.
د اس پی دی ګوند مشرانو دا خیالات هغه وخت خپور شو چې کله د آنګلا مرکل حکومت جرمنی بهرنی چارو اداری چی بی ان دی نوم لری د عربستان په اړه دا خبر غلط ګڼلې او دغه هیواد یی د سمیی مسائلو حل کولو کې خپل ملګری ټاکلی.
د بی ان دی راپور کې، د عربستان بهرنی سیاست«مداخله جویانه» سره معرفی کړی او په کې راغلی چې ریاض د عرب نړۍ مشرتوب لپاره لټون کوی.
http://iqna.ir/fa/News/3460613