IQNA

د شیخ زکزاکی نه خپریدوونکې مرکه/

هغه لارښود چې امام خمینی سره لید کې شیعه شو / امام رضا علیه السلام او امام حسین علیه السلام؛ دین ژوندی ساتونکې

0:09 - December 17, 2015
د خبر لمبر: 3464092
نړیواله ډله: د نایجیریه شیعیانو لارښود اول مالکی مذهب وو او له امام خمینی سره کتنه نه پس شیعه شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د نایجیریا شیعیانو لارښود شیخ ابراهیم یعقوب زکزاکی، د شهریور میاشتی ړومبنۍ ورځو کې د امام رضا علیه السلام ۱۳ نړیواله جشنوزمه کې شرکت لپاره مشهد الرضا علیه السلام ته سفر کړی وو او د جشنوزمه پای ته رسیدلو په شپه د اسلامی کلتور او لارښود وزیر علی جنتی هغه د رضوی کلتور رغبېلګه خادم په توګه ستایلی وو.

هغه لارښود چی  به میلیونو آفریقایان شیعه شو

شیخ ابراهیم یعقوب زکزاکی چې په کال ۱۹۵۳ د نایجیریا شرقی شمال زاریا ښار کې زږېدلی وو، ړومبی مذهب یی مالکی وو. هغه امام خمینی سره ړومبی ځل پارس کې ملاقات کړی وو او یو کال د اسلامی انقلاب نه پس په کال ۱۹۸۰ کې چې د اقتصاد څانګه کې د زاریا پوهنتون محصل وو، د آفریقا مسلمان محصلانو مشر په توګه ایران ته راغلی وو او له امام خمینی سره یی کتنه او خبری کړی وې، امام خمینی یو قرآن هغه ته هدیه کړی وو او ورته یی فرمایلې وو: «لاړ شه او له قرآن نه خپل خلک هدایت کړه» هغه له دې ملاقات نه پس د شیعه مذهب مین شو او شیعه شو.

د اسلامی انقلاب نه مخکې نایجېریه کې یو څو کسان شیعه وو خو ولی د اسلامی انقلاب نه پس د شیخ زکزاکی لارښودنه کې اوس نایجېریه د نړۍ یو ګڼ نفوسه شیعه هیواد کې بدل شوی د نایجیریا شیعیان چې د شیخ زکزاکی په لاس شیعه شوی او د اسلامی انقلاب، امام خمینی او امام خامنه ای سره محبت لری نو افریقا کې په خمینیون باندې مشهور دی.

ابراهیم زکزاکی ۹ ځله بندیوان شوی

د شیخ زکزاکی فعالیتونو د امریکه، اسرائیل او وهابیانو جاسوسی اداری څو کاله مخکې نه اوتر کړی وو تر دې چې هغه یی تراوسه ۹ ځل بندیوان کړی چې اخر ځل یی په کال ۱۹۹۶ نه تر ۱۹۹۸ وو. د هغه درې زامن چې سید محمد، سید حمید او سید احمد نومېدل د قدس نړیواله ورځ لاریون پېښه کې شهیدان شوی وو او د هغه څلورم زوی سید علی د خپلې مور زینت ابراهیم «د شیخ زکزاکی کورودانه» په اوسنی پېښه چې په کور یی د نایجیربه ځواکونو برید کړی وو دواړه شهیدان شوی.

په دې حمله کې د شیخ زکزاکی ښځې او زوی نه علاوه د نایجېریا شیعیانو نه ۳۰۰ کسان شهید شوی، شیخ محمد محمود توری،د کانو ولایت مرکزی لارښود او د شیخ زکزاکی مرستیال، ملام ابراهیم عثمان، د جمای ګیلیما ویاند او د نایجېریه شیعیانو مشر وو هم په دې برید کې شهید شوی.

د شیخ زکزاکی مشهد ته د امام رضا علیه السلام نړیواله ۱۳ جشنوزمه کې ګډون لپاره راغلی وو د دغه جشنوزمه خبرونو بنسټ سره یی مرکه کړی وه چې د هغې څه برخه نه وه خپره شوی مونږ یی ادامه کې نقل کوو.

د شیخ زکزاکی امام رضا علیه السلام او امام حسین علیه السلام سره مینه

شیخ زکزاکی خپلو خبرو کې د امام رضا علیه السلام په اړه وویل: د امام رضا علیه السلام په اړه څه ویل له هغه څه نه پس چې د هغوی په حق کې ویلې شوی په کتابونو، مقالاتو، کانفرانسونو او انسانو کې نه ځانله کېږی، مونږ باید هغه څه چې امام رضا علیه السلام فرمایلې دی خپل ځان کې پیدا کړو، هغه آداب باید زمونږ په عمل کې څرګنده شی، دا ډېره مهمه ده، باید ادب، حهاد، عقلانیت، لټون، صبر او ... له هغه حضرت نه زدکړو او په هغی عمل وکړو.

هغه ادامه ورکړه: کله چې مونږ خپل هیوادونو ته لاړ شو باید د امام رضا علیه السلام هغه فرمان چې «الله دې رحمت وکړی په هغه کس چې زمونږ امر ژوندی کوی» باندې عمل وکړو، کله چې د امام رضا علیه السلام نه یی وپوښتل چې ستاسو امر کوم یو دی؟ وې فرمایل: «زمونږ د کلام معارف دې زدکړی او خلکو ته دې زدکړه ورکړی که خلک زمونږ د کلام د ښکلا نه خبر شی نو بی شکه چې زمونږ نه به پیروی وکړی».

د نایجېریا د شیعیانو لارښود څرګنده کړه: مونږ په تاریخ کې دوه ژوندې کوونکې امامان لرو یو امام حسین علیه السلام او یو بل امام رضا علیه السلام. دواړو خپل وخت کې اسلام ته دوباره ژوند ورکړی هغه هم داسی وخت کې چې انحرافی افکار اسلامی نړۍ کې نفوذ کړی وو، امام رضا علیه السلام خراسان ته راغللو او دا ځمکه یی د هجرت لپاره خوښه کړه، په حقیقت کې د هغوی مشهد کې شتون د الله حکمت وو او الله غوښتل چې هغوی په دې ځمکه باندې د کډبه ژوند وکړی او هم په دغه حال کې شهید شی، او کډبه دفن شی، دا ټول د الله حکمت وو.

هغه زیاته کړه: الله د آل محمد صلی الله علیه و آله عالم دې ځمکې ته راوستلو او زما په عقیده امام رضا علیه السلام یی خراسان ته راوستلو چې اسلامی نړۍ کې د یهودیت ، مسیحیت او ... غوندی تحریفونو مخنیوی وشی. هغه ناوړی خبری چې اوس هم ادامه لری لکه چې ویلې کېږی د شیعیانو قرآن تحریف شوی یا ځنی عقیدی چې قرآن کې نشته او په پیغمبر صلی الله علیه و آله باندې نه دی نازل شوی.

علامه شیخ زاکزاکی وویل: تاوترخوالی او تیری په نړۍ کې اوج ته رسیدلی، خو ولی د امام رضا علیه السلام منطق د سولیز خبرو او عقلانیت دی او زمونږ وخت کې د جمهوری اسلامی ایران هم به دغه عقلانیت او رضوی کلتور سره پرمختګ کوی او کامیابه دی. جمهوری اسلامی د عقلانیت او د رضوی کلتور نه استفادی سره د اتومی لانجه په میز باندې خبرو اترو سره هواره کړه او دا یو پیغام دی چې مونږ باید دا کارونه خپل هیوادونو کې ترسره کړو .

http://iqna.ir/fa/News/3463343

captcha