قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آران خبرونو نه په نقل، د ترکی شیعیانو چې د محسن صمداف، آبګول سلیمان اف، طالع باقراف او د نورو بندیانو چې د حجاب مدافع دی انځورونه یی په لاس کې نیولې وو، جمهوری آذربایجان کې د اسلام خلاف اقداماتو باندې اعتراض وکړو.
استامبول کې د جمهوری آذربایجان سفارت مخې ته غونډه پیل کوونکو د بندیوانو بی له قید او شرط نه ازادی غوښتنه وکړه.
همدارنګه دې غونډه کې له الهام علی اف حکومت نه غوښتنه وکړه چې د نارداران خونړۍ پېښی کې لاس لرونکو چې د دغه سیمې یو شمېر کسان یی شهیدان او ژوبل کړی محکوم کړی او د نارداران پېښه کې د اسلام پاله کسانو تعقب سیاست او د مسلمانانو خلاف اقداماتو ته پایان ورکړی.
د ترکی شیعیانو په اخیره کې د اسرائیل او آذربایجان کې د صهیونیستی رژیم هم خیال کسانو خلاف شعار ورکولو سره په دغه خونړۍ پېښه کې د صهیونیستو لاس لرو باندې تاکید وکړو.