قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د « akhbaar24» خبرونو بنسټ نه په نقل، دا بنګلادیشی حافظ ماشوم د ټول قرآن حفظ کولو سره د جده «خیرکم» قرآنی حفظ انجمن آزمون کې «په سلو کې ۹۶» درجی اخیستلو سره کامیاب شو.
د دې ماشوم پلار دې ته اشاری سره چې عبدالله دوه کاله وړاندې د قرآن کریم حفظ د جده «النزلة الشرقیة»کوڅی جومات «الراجحی» کې شروع کړی وو. وویل: لپاره د دې چې عبدالله عربی ژبه په ښه توګه یاد کړی او د هغه لپاره د قرآن کریم حفظ آسان وی، ما هغه «ملک فیصل» مدرسی ته چې د عربستان عمومی مدرسو سره تړون لری واستولو او د بنګلادیشی ژبی نړیواله مدرسی ته می وانستولو.
هغه زیاته کړه: له دی نه پس چې عبدالله عربی ژبه پای ته ورسوله، نو د ورځی یی د قرآن کریم دوه پاڼی حفظ کول یی شروع کړل نو دارنګه یی قرآن کریم په لږ وخت کې حفظ کړو.
د عبدالله پلار وویل: عبدالله هیله لری چې راروان وخت کې د نړیواله دینی عالم او فقیه شی او د خلک دین ته هدایت کړی.
مشعل بن مجد بن عبدالعزیز، د جده ولایتمدار د ۱۰۰۰ قرآنی هلکانو او نجلکو حافظانو نه لمانځلو کې له دی بنګلادیشی ماشوم نه هم تقدیر وکړی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3456846