IQNA

د انګلیس اسلامی مرکز مشر تاکید وکړو:

د دینونو ترمنځه د خبرو اترو او دینی اړیکو پراختیا ته ضرورت

3:25 - December 21, 2015
د خبر لمبر: 3467532
خارجی څانګه: د انګلیس کانتر بروی کلیسا سراسقف سره د حجت الاسلام و المسلمین محمد علی شمالی دیدار کې هغه د د دینونو ترمنځه د خبرو اترو او دینی اړیکو پراختیا ته ضرورت باندې تاکید وکړو.

قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی مرکز مشر او انګلیس کې د حضرت آیت الله سید علی خامنه ای غړې د آکسفورد ښار کې د مسلمانانو او مسیحیانو پوهاندو سره غونډی پای ته رسېدلو نه پس له جاستین ولبی سره لید کته وکړه، د انګلیس کانتربروی کلیسا سراسقف د لندن پالاس لمبث سیمه کې د دینونو ترمنځه د خبرو اترو او دینی اړیکو ته پراختیا ورکولو باندې تاکید وکړو.
حجت الاسلام شمالی په دې کتنه کې د ابراهیمی دینونو ترمنځه د وحدت اهمیت باندې تاکید سره د ایران له اړخه د دینونو ترمنځه د خبرو اترو لپاره کوښښ او په تېره د اسلام او د مسیحیت ته اشاره وکړه.
هغه دې ته اشارې سره چې ابراهیمی دینونه یو فکری سرچینه لری، څرګنده کړه: د مسلمانانو او مسیحیانو سره لید کتنه بهانې ته اړتیا نه لری، خو ولی اقدامات یی ضروری دی.
د انګلیس اسلامی مرکز مشر په دا دیدار د مذهبی مشرانو ترمنځه د اړیکو پراختیا لپاره ځانګړی ډګر وټاکلو او هیله یی څرګنده کړه چې دارنګه فعالیتونه د الله عنایت سره به ادامه لری.
په دې کتنه کې چې د ایرانی او غیرایرانی مسلمان پوهاندو ټولنه او مسیحیانو په کې شتون لرلو، جاستین ولبی له دې کتنې نه استقبال کولو سره وویل: مونږ غواړو ترمنځه خبرو اترو ته وده ورکړو او یو بل سره ډېر وپېژندو.
هغه زیاته کړه: اوس یو ډېر ښه فرصت له شیعه ټولنې سره اړیکې زیاتولو لپاره په لاس راغلی، او مونږ هیله لرو چې دا اړیکې د شیعه عالمانو سره چې انګلیس کې استوګنه لری او هم په قم کې زر تر زره پراختیا ورکړو.
د انګلیس د کلیسا مذهبی مشر مقام خپلو خبرو کې د سیمو بحران ته اشاره او د شیعیانو له اقلیتی مسیحیانو نه حفاظت ته اشارې سره وویل: زه اکثره د مسیحی مشرانو سره دا خبره کوم چې د سیمو بحران کې دا شیعیان وو چې له مسیحیانو نه یی حفاظت وکړو نو ځه له تاسې نه مننه کوم.
هغه هیله څرګنده کړه چې دا اړیکې به پراختیا مومی او دا غونډه به د اسلام او مسیحیت ټولنې ترمنځه اړیکو ته وده ورکولو لپاره یو مهم قدم وی.
یادښتونه، د مسلمانانو او مسیحیانو پوهاندو ترمنځه غونډه د پیر په ورځ د آکسفورډ ښار کې تر دری ورځو پوری پیل شوه، چې په کې شتون لرونکو دینی ښودو ته توجه سره د بشری ټولنې له ډېرو ستونزو نه وتلو لارو باندې تاکید وکړو.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3465666

captcha