قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پرس ټی وی نه په نقل، د نایجېریا دیس دی چاپ ورځپاڼې راپور ورکړی: د نایجېریه شمال کې د کادونا ولایت والی ناصر الرؤوفی اعلان کړی: شیخ زکزاکی، شیعه عالم چې تېره هفته د زاریا ښار نه نیولې شوی وو، چې هر جرم یی کړی په هغې کې به محاکمه کېږی.
دې والی تاکید وکړو: د نایجېریا مرکزی حکومت د زکزاکی محاکمه کول غواړی او هغه په اړه حکم به د دغه هیواد فدرالی مشران او د نایجېریا اساسی قانون کوی.
په دې اړه د «نایجېریا اسلامی غورځنګ» اړیکو ډلې ویلې دی: مونږ د ولایت له اړخه د پېښی څړنی قبول نه لرو ځکه چې هغوی د نایجېریا شیعیانو ټولنې نه د هغې پېښه په اړه خبرې اورېدلو ته حاضر نه دی او یواځې د ځواک مشرانو خبرو ته غوږ اچولې دی.
تېره هفته د نایجېریا ځواکونو د شیخ زکزاکی استوګنې چې د کادو ولایت شمال زاریا ښار کې ده په سلګونو شیعیان وژلی وو.
د دغې سیمې شیعیان اسلامی غورځنګ سره تړلی بقیة الله حسینیه کې خپل مذهبی مراسم پیل کول چې د نایجېریا ځواکونو پرې برید وکړو.
په دې حمله کې شیخ زکزاکی بندی شو او یو نا معلومه ځایی ته منتقل کړی دی، نایجېریا کې د شیعیانو شمېر د دوو نه تر څلور ملیونه کسانو اندازه لږولی شوی.
http://http://iqna.ir/fa/News/3467578