IQNA

د امریکایی سایټ راپور کې د حضرت مسیح علیه السلام مقام په قرآن کې + انځور

12:26 - January 03, 2016
د خبر لمبر: 3479717
نړیواله ډله: د امریکا «وکس» ویبپاڼې د کریسټمس په مناسبت سره یوه مقاله چې موضوع یی د «قرآن کې د حضرت عیسی علیه اسلام مقام» دی خپره کړلی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «التحریر» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د امریکا یوې ویبپاڼې «وکس» د کریسټمس په مناسبت سره یوه مقاله چې موضوع یی د «قرآن کې د حضرت عیسی علیه اسلام مقام» دی خپره کړلی او اعلان یی کړی چې حضرت عیسی علیه السلام مسلمانانو سره یو ستر او ډېر مهم شخصیت دی.
د امریکا وکس ویبپاڼې په دې مقاله کې چې عنوان یی  «Muslims love Jesus, too: 6 things you didn’t know about Jesus in Islam» دی لیکې: سره د دې چې مسلمانان د کریسټمس(د حضرت مسیح علیه اسلام زوکړې ورځ) اختر نه ترسره کوی خو ولی حضرت عیسی علیه اسلام په اسلام او مسلمانانو ترمنځه یو ستر او لوړ مقام لری.
دا مقاله په ادامه کې لیکې: حضرت مسیح علیه السلام، حضرت مریم علیه السلام او حضرت جبرائیل علیه اسلام ټولو نومونه په قرآن کې ذکر شوی (همدارنګه د حضرت آدم، نوح، ابراهیم، موسی (علیهم السلام) او ځنې نور هغه شخصیتونه چې په انجیل کې دی قرآن کې ذکر شوی.
دې ویبپاڼې لیکلې: مسلمانان عقیده لری چې حضرت عیسی علیه السلام، د الله پیغمبر او د حضرت مریم زوی وو او د قیامت نه مخې کې به بېرته راځی چې عدالت بېرته راولی او له دجال سره مقابله وکړی، چی دا ټولې خبرې د اکثره مسیحیانو لپاره آشنا دی.
د حضرت مریم سلام الله علیها ذکر قرآن کې له انجیل زیات دی
په دې مقاله کې لیکلې: په قرآن یو پوره سورت د حضرت مریم سلام الله علیها په نوم شتون لری او حضرت مریم سلام الله علیها واحده ښځه ده چې قرآن کې د هغې په نوم سورت شتون لری او د حضرت مریم نوم په قرآن کې له کتاب مقدس (انجیل) نه ډېر ځله ذکر شوی.
دا امریکایی ویبپاڼې لیکې: مسلمانان چې کله هم د حضرت عیسی علیه السلام نوم پر ژبه راوړی نو ورپسې علیه السلام وایئ، او دا هغوی د ټولو الهی پیغمبرانو نومونو نه پس او د حضرت محمد صلی الله علیه و آله نوم نه پس هم استفاده کوې، مسلمانان عقیده لری چې حضرت عیسی معجزی لرلی چې قرآن کې ځنې معجزی ذکر شوی لکه ړوند کس ته شفا ورکول، د مړو ژوندی کول او له  خاوری مرغۍ جوړول.
د حضرت عیسی علیه اسلام ړومبنۍ معجزه (په ځانګو کې خبرې کول) هم په قرآن کریم کې ذکر شوی او حضرت عیسی علیه السلام هغه وخت د الله له اړخه د پیغمبری اعلان کړې وو.


د راپور له مخې، دې مقاله کې د سوره مریم ۱۶ نه تر ۳۴ پورې د حضرت مریم کېسه هم نقل شوی:
وَاذْکُرْ فِی الْکِتَابِ مَرْیَمَ إِذِ انْتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِهَا مَکَانًا شَرْقِیًّا [16] فَاتَّخَذَتْ مِنْ دُونِهِمْ حِجَابًا فَأَرْسَلْنَا إِلَیْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِیًّا [17] قَالَتْ إِنِّی أَعُوذُ بِالرَّحْمَٰنِ مِنْکَ إِنْ کُنْتَ تَقِیًّا [18] قَالَ إِنَّمَا أَنَا رَسُولُ رَبِّکِ لِأَهَبَ لَکِ غُلَامًا زَکِیًّا [19] قَالَتْ أَنَّىٰ یَکُونُ لِی غُلَامٌ وَلَمْ یَمْسَسْنِی بَشَرٌ وَلَمْ أَکُ بَغِیًّا [20] قَالَ کَذَٰلِکِ قَالَ رَبُّکِ هُوَ عَلَیَّ هَیِّنٌ ۖ وَلِنَجْعَلَهُ آیَةً لِلنَّاسِ وَرَحْمَةً مِنَّا ۚ وَکَانَ أَمْرًا مَقْضِیًّا [21] فَحَمَلَتْهُ فَانْتَبَذَتْ بِهِ مَکَانًا قَصِیًّا [22] فَأَجَاءَهَا الْمَخَاضُ إِلَىٰ جِذْعِ النَّخْلَةِ قَالَتْ یَا لَیْتَنِی مِتُّ قَبْلَ هَٰذَا وَکُنْتُ نَسْیًا مَنْسِیًّا [23] فَنَادَاهَا مِنْ تَحْتِهَا أَلَّا تَحْزَنِی قَدْ جَعَلَ رَبُّکِ تَحْتَکِ سَرِیًّا [24] وَهُزِّی إِلَیْکِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَیْکِ رُطَبًا جَنِیًّا [25] فَکُلِی وَاشْرَبِی وَقَرِّی عَیْنًا ۖ فَإِمَّا تَرَیِنَّ مِنَ الْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِی إِنِّی نَذَرْتُ لِلرَّحْمَٰنِ صَوْمًا فَلَنْ أُکَلِّمَ الْیَوْمَ إِنْسِیًّا [26] فَأَتَتْ بِهِ قَوْمَهَا تَحْمِلُهُ ۖ قَالُوا یَا مَرْیَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَیْئًا فَرِیًّا [27] یَا أُخْتَ هَارُونَ مَا کَانَ أَبُوکِ امْرَأَ سَوْءٍ وَمَا کَانَتْ أُمُّکِ بَغِیًّا [28] فَأَشَارَتْ إِلَیْهِ ۖ قَالُوا کَیْفَ نُکَلِّمُ مَنْ کَانَ فِی الْمَهْدِ صَبِیًّا [29] قَالَ إِنِّی عَبْدُ اللَّهِ آتَانِیَ الْکِتَابَ وَجَعَلَنِی نَبِیًّا [30] وَجَعَلَنِی مُبَارَکًا أَیْنَ مَا کُنْتُ وَأَوْصَانِی بِالصَّلَاةِ وَالزَّکَاةِ مَا دُمْتُ حَیًّا [31] وَبَرًّا بِوَالِدَتِی وَلَمْ یَجْعَلْنِی جَبَّارًا شَقِیًّا [32] وَالسَّلَامُ عَلَیَّ یَوْمَ وُلِدْتُ وَیَوْمَ أَمُوتُ وَیَوْمَ أُبْعَثُ حَیًّا [33] ذَٰلِکَ عِیسَى ابْنُ مَرْیَمَ ۚ قَوْلَ الْحَقِّ الَّذِی فِیهِ یَمْتَرُونَ [34]:
اویادکړه په دغه کتاب کې (قصه د) مریمې کله چې په څنګ شوه (لاړه) له کورنۍ خپلې هغه ځاى ته چې (دکورپه) شرقی (ډډه کې ) ؤ (16)
پس ونیوله له طرفه ددوى پرده (دحیض دغسل لیاره ) نوولیږه مونږدې ته (له غسل اوجامواغوستلونه وروسته ) روح خپل نوځان یې جوړکړدې ته سړى کامل .(17)
نووویل ( مریمې دغه ځلمی ته ) پیشکه زه پناه غواړم په رحمن له تانه که یې ته پرهیزګار( نوله ماڅخه په ډډه شه ! ) (١٨)
وویل (جبرئیل) بیشکه همداخبره ده چې زه رالیږلى شوى درب ستایم لپاره ددې چې وبښم تاته (په امردرب ستا) یوهلک صالح (ګناه نه پاک) (١٩)
وویل مریمې (له ډیره تعجبه) څرنګه به پیداشی ماته زوى حال داچې نه دى رسیدلى ماته هیڅ بشر(په نکاح) اونه ومه زه هیچیرې بدکاره (٢٠)
نوویل (جبرئیل مریمې ته کار) همداسې دى (لکه چې ته وایې خو) فرمایلی دې رب ستادغه ( کار) په ماباندې آسان دى اوچې وگرځوومونږدغه (هلک لویه) علامه دلیل (دکامل قدرت) لپاره دخلکواومهربانی له طرفه زمونږ اودى (پیداکیدل دده بې له پلاره) یوکارمقررکړى شوى (له ازله ) (٢١)
نوحامله شوه (مریمه) پدغه (عیسى) سره نوپه څنګ شوه سره له دغه (عیسى) یوځاى لرې ته (٢٢)
پس راوسته مریمه ددرد دزیږېدلوبیخ دونې دخرماته (دتکیې لپاره کله چې عیسى متولدشو) وویل ( مریمې له ډیرې حیاء ) کشکې زه مړه واى زه پخواله دې اوواى زه هیره شوې بیخی له زړووتلې(٢٣)
پس غږوکړ(پرښتې) دغې ( مریمې ) ته له لاندې طرفه ددې چې مه خفه کیږه په تحقیق سره گرځولى ده رب دتالاندې (له قدمو) دتا چینه (یاسردارچې عیسى دى) (٢٤)
اووخوزوه (وڅنډه) خپل ځان ته بیخ دخرماچې راتوى کړی پرتاخرماپخې تازه . (٢٥)
پس خوره (داخرما) اوڅکه (داوبه) او (رڼې) یخې کړه سترګې خپلې (په عیسى اوخوشحاله شه ) پس که ولیدتا له خلکوڅخه یوڅوک (چې دعیسى دتولدپوښتنه یې درڅخه کوله ) نووایه بیشکه مانذرکړې مې ده په ځان رحمن ته روژه (له خبرو) نوله سره به خبرې ونکړم زه نن ورځ له هیڅ یوه انسان سره (٢٦)
پس راغله (مریمه ) سره لدغه (عیسى) قوم خپل ته چې اخیستى یې ؤهغه (عیسى په غیږکې چې قوم یې ولیده) نووویل (یهودیانو) اى مریمې په تحقیق راوړى دى (اوکړى دى ) تایوعجیب کارمخالف له عادت څخه (٢٧).
اى خورې دهارون ! نه ؤپلارستاسړى دبدې اونه وه مورستابدکاره (نوته ولې داسې شوې ؟)(٢٨)
نواشاره وکړه (مریمې) هغه ته (چې له دغه عیسى سره وغږیږئ ! ) نووویل (خلکو) څرنګه خبرې وکړومونږله هغه چاسره چې دى هغه په زانګو(یاغیږ) کې وړکى (تى رودونکى ) (٢٩)
وویل (عیسى) چې بیشکه زه بنده دالله یم ! راکړى یې دى ماته کتاب اوگرځولى یې یم نبی . (٣٠)
اوګرځولى یې یم برکتی په هرځاى کې چې یم اوتاکیدیې کړى دى ماته په لمانځه سره اوپه زکات سره ترڅوچې زه یم ژوندى (٣١).
او(ګرځولى یې یم الله ) نیکی کونکى له مورخپلې سره اونه یې ګرځولى سرکشه بدبخته . (٣٢)
او(وویل عیسى) سلام دې په ماپه هغه ورځ چې زیږولى شوى یم (دشیطان له مس کولواونوروبدیواوخرافاتونه) اوپه هغه ورځ چې مرم به (دځنکدن اودقبرله عذاب څخه ) اوپه هغه ورځ چې پورته به کړى شم ژوندى (دقیامت له عذاب څخه ) (٣٣)
دغه (موصوف) عیسى زوى دمریمې دى (الله دده په شان کې ویلی دی) خبره حقه رښتیاهغه چې په دې کې سره جګړې کوی (خلک) (٣٤)


http://iqna.ir/fa/News/3469822

captcha