قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پرس ټی وی نه په نقل، د نایجېریا عدالت شیخ زکزاکی په خلاف تورنې مطرح کړی.
شیخ زکزاکی او د هغه یو شمېر منونکې پرون عدالت ته وړاندې شول او بیا یی بېرته بند ته ستانه کړل.
خو ولی دا خبره په ډاګه نه شوه چې د شیخ زکزاکی دفاع عدالت ورسره ومنله او که هغه وکیل نه لرو.
اولابیسی
کولاوول د نایجېریا پولیس عمومی اړیکو مسئول وویل: دا شیعه لارښود عدالت
نه د جنایتی دسیسه او عمومی خلکو بلوا کولو باندې تورن شو، هغه زیاته کړه
چې د شیخ زکزاکی په کور باندې د نایجېریا ځواکونو د آذر میاشتې ۲۲ تاریخ
باندې حمله کړی وه او هغه یی بندی کړی وو.
د شیخ زکزاکی بندی کولو په
وخت ځنې هغه کسان چې له هغه نه یی حفاظت کولو هغه او یو شمېر کسان چې د
اسلامی غورځنګ له لارښودو او ویاند وو شهید شوی.
د نایجېریا پولیس او
ځواکونو د شیعیانو په مراسمو باندې د زاریا ښار کې حمله کړی وه، د نایجېریا
ځواک ادعا کوی چې دې کسانو د ځواک یو ستر مشر قوماندان لار نیولې وه او د
هغه ترور کولو اراده یی لرله چې دا ادعا د دغه هیواد له مسلمانانو له اړخه
رد شوی ده.
په دې پېښه کې په سلګونو کسان د نایجېریا شیعیانو نه سره د
شیخ زکزاکی درې زامنو شهید شوې وو، او د اسلامی بشر حقوقو سازمان له اړخه
په دې پېښه کې د شهیدانو شمېر تر ۱۰۰۰ کسانو پورې اعلان شوی.
د نړۍ ډېرو بشری حقوقو سازمانو دا قتل عام محکوم کړی.
http://iqna.ir/fa/News/3470825