قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د اهلبیت علیهم السلام نړیواله غونډې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د نایجېریا اسلامی غورځنګ غړو د دغه هیواد د پارلمان استازي سره یوه غونډه پيل کړه چې په کې د «زاریا» شیعیانو وژلو پېښې څېړنې لپاره د کمېټه او د علامه شیخ ابراهیم زکزاکی، د دغه هیواد د شیعیانو مشر ازادي غوښتنه وکړه.
د نایجېریا اسلامی غورځنګ همدارنګه، په دغه پېښه کې د شهیدانو جنازې دوې ته ورکولو او د نیولې شوي کسانو ازادولو چې بې ګناه بندی شوي غوښتنه هم وکړه.
دې غورځنګ ادامه کې وویل: د ابراهیم شیخ زکزاکی د نایجېریا شیعیانو لارښود او د هغه کورنۍ بې له څه دلیل بندېان دې.
د نایجېریا ځواک د آذر میاشتې په ۲۱ او ۲۲ باندې د زاریا ښار په حسینيه «بقیة الله» باندې برید کړې وو چې په د مختلفو راپورونو په رڼا کې د مړو شمېر په سلګونو وو. په دې حمله کې د زاریا شیعیانو باندې ډزی کړې وې او شیخ زکزاکی او نور په لسګونو کسان یی بندې کړی وو.
د نایجېریا ځواک مدعی دي چې دغه کسانو د دغه هیواد د ځواک قوماندان ترور کولو، خو ولی د اسلامی غورځنګ کسانو د ځواک دا ادعا رد کړي او د حکومت نه یی غوښتنه کړي چې په دې اړه دی څېړنې وشي.