د بحرین فعال سیاستوال او د ازادی غوښتونکې خواه انجمن مشر علی الفایز، قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې دې مطلب ته اشارې سره وویل: آل سعود د شیخ نمر باقر النمر شهادت سره د نړۍ مختلفو هیوادونو له اړخه سخت او ريښتونې ګواښ سره مخامخ دي.
هغه زیاته کړه: د شیخ نمر پانسی اقدام یو سیاسي او د دې شیعه عالم نه د بدلې اخیستلو اقدام وو چې د رژیم سعودی تنګ نظری او کمزورتیا په نښه کوي.
الغایز وویل: دا پانسی په ګوته کوي چې عربستان نه غواړي چې د مخالفانو اواز واوري او هغې سره سیاسي معامله وکړي.
علی الفایز ادامه کې وویل: آل سعود ادعا کوي چې د عربستان باندې حکومت کولو لپاره د اهل سنتو استازي دي، خو ولی وهابیت د عربستان رسمي مذهب دي او رژیم آل سعود غواړي د وهابیت عقیده په نړۍ کې خپره کړي.
علی الفایز وویل: عربستان د دې شیعه عالم پانسی سره تول اسلامی ولس او ازادی ، عدالت او کرامت غوښتونکې کسان ځان ته مقابله کې ودرول، او د نړیواله استکبار لړ کې شامل شو.
د بحرین سیاسي فعال د رژیم سعودی له اړخه د شیخ نمر شهادت دې وخت کې چې نړۍ له نور کله نه زیات وحدت ته اړتیا لري، ته اشارې سره وویل: په حقیقت کې رژیم آل سعود پروګرام، د صهیونیست عربی نسخه د اسلامی ولس تقسیم کولو او د مسلمانانو کمزورتیا او د شیعه او سنی ترمنځه فتنه اچولو لپاره پروګرام وو.
علی الفایزی وویل: شیخ نمر خپل مطالبات د ټول عربستان ولس له اړخه او په سوله یز توګه بیانول او د هغه تقریرونه چې د دغه هیواد د ولس لپاره د ړومبنې حقوقو غوښتنه یی په کې کړي، خو ولی دې رژیم ځواب د شیخ نمر پانسی په توګه ورکړو چې د دې رژیم د کمزورتیا او د آل سعود سقوط نښه ده.
هغه په اخیره کې د عربستان له اړخه د شیخ نمر پانسی اقدام د دې رژیم صهیونیست او نړیواله استکبار سره یوځای د مسلمانانو او د نړۍ ازادی او عدالت غوښتونکو په مقابله وټاکلو او تاکید یی وکړو: باید د شیخ نمر اواز سراسر نړۍ ته ورسوو ځکه چې د دغه شیعه عالم اواز د حق ، ازادی او عدالت اواز دي.
http://iqna.ir/fa/news/3464981