IQNA

لبنان کې د شیخ نمر پانسی محکوم کولو لپاره د شیعه او سنی عالمانو غونډي د اخیرني پيغام

5:03 - January 13, 2016
د خبر لمبر: 3479769
نړیواله ډله: د شیعه او سنی عالمانو لبنان کې یو غونډه پيل کړه چې د شیخ نمر باقر النمر پانسی محکومیت په اړه یی سره یو پیغام صادر کړو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د لبنان «الدیار» ورځپاڼې نه په نقل، د شیخ نمر پانسی محکوم کولو په اړه د مسلمانانو عالمانو غونډې او د نړۍ عالمانو اتحادیه په همکاري سره او د «لبنان کې د مذهبونو نږدېکښت نړیواله غونډې استازي»، «د فلسطین عالمانو شورا»، «د لبنان اسلامی عملی بنسټ»، «د اسلامی شخصیتونو او انجمنو اتحادیه»، «د لبنان صور عالمانو انجمن» او د سترو عالمانو او د لبنانی پوهانو په شتون سره پيل شو.

په دې غونډه کې د شتون لرونکو شخصیتونو لکه د لبنان «ولس» غورځنګ مشر شیخ عبد الناصر جبری، د لبنان مسلمانانو عالمانو غونډې فيصله كونكى پلاوى مشر شیخ احمد الزین، د مقاومت عالمانو اتحادیه مشر شیخ ماهر حمود، د لبنان اسلامی عمل بنسټ ستر مشر شیخ زهیر الجعید خپلو تقریرونو کې د شیخ نمر پانسی محکومه کړه.

غونډه کې شتون لرونکو په اخیر کې یوه بیانیه صادر کړه چې د لبنان مسلمانانو عالمانو غونډې اداري شورا مشر شیخ حسان عبدالله هغه ولوستله.

د لبنان عالمانو دغه بیانیه کې د شیخ نمر باقر النمر پانسی محکومیت کولو سره دا پانسی یو سیاسي اقدام وټاکلو چې هیڅ اړیکه له مذهب سره نه لري او تاکید یی وکړو چې شیخ نمر د سیاسي دښمني په سبب پانسی شو او مذهبي دریځ یی نه لرلو.

په دې بیانیه کې راغلې: اهل سنت و جماعت د سعودي رژیم له اړخه د شیخ نمر پانسی اقدام نه بېزاره دي او تاکید کوي چې د عربستان حکومت او په دغه هیواد کې حاکمه فکر سره اهل سنت و جماعت هیڅ اړیکې نه لري.

د لبنان عالمانو په دې بیانیه کې تاکید کړي: د دې جنایت اصلی هدف اسلامی نړۍ کې فتنه اچول دې چې مسلمان ولس له د فلسطین اساسي مسئلې نه پام غلط کړي او دا چاري صهیونیستو ته فرصت ورکوي چې مسجدالاقصی کې یهودیان خپل پروژې ترسره کړي.

د لبنان عالمانو په دې بیانیه کې د اسلامی ولس ویښتیا لپاره وحدت یواځې یوه لاره وټاکله او له ټولو عالمانو او سیاستوالو یی د وحدت سره فتنه د بېخه ویستلو غوښتنه وکړه.

همدارنګه په دې بیانیه کې د لبنان عالمانو د اسلامی ولس ستونزې حل لاره خبرې اترې وټاکل او تاکید یی وکړو: د تکفیریانو سره مقابلې لپاره د ټولې اسلامی نړۍ قدرت یو کولو ته اړتیا لرو، ځکه چې ترهګر هم د صهیونیستو په شان د کېنسر یوه دانه ده.

د دې بیانیه کې راغلې دي: د عربستان حکومت د شیخ نمر پانسی جنایت په ټولو لپاره له ایران سره اړیکې پرې کړې چې هیڅ سود نه لري بلکې عربستان له به ښه وې چې خبرو اترو سره خپلې او د اسلامی نړۍ مسئلې حل کړي او د هغې لپاره اقدام وکړي.

captcha