قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم خبرونو چینل نه په نقل، د صنعا ولایت لارښوونکې او اوقاف دفتر اعلان کړي چې تقریباْ ۱۳۶ جوماتونه په دغه ولایت کې د عربستان هوایي حملو کې ویجاړ شوي او یا یی زیان موندلي.
د یمن «سبأ» خبرونو نه په نقل، د صنعا لارښوونکې او اوقاف دفتر ستر مشر ایمن عبدالقادر راپور ورکوي: د صنعا ولایت کې تقربیا ۴۹ جوماتونه نېغ په نېغه د عربستان هوایي حملو هدف اخیستلې شوي او ویجاړ شوي، او نور ۸۷ جوماتونو زیان موندلي دی.
عبدالقادر څرګند کړه: ۱۹ جوماتونه د سنحان او بنی بهلول ښار کې، ۱۳ جوماتونه د همدان ښار، ۵ جوماتونه بلاد الروس ښار، ۳ جوماتونه بنی قطر ښار، ۳ جوماتونه نهم ښار، ۴ جوماتونه خولان او الحیمه الداخلیه ښارونو کې، یو جومات د حجانه ښار او یو جومات په حشیش ښار کې د عربستان حملو سره ویجاړ شوي.
هغه زیاته کړه: له ۸۰ نه زیات جوماتونه نېغ په نېغه او یا په نورو حملو کې ویجاړ شوي، دې کې ځنې جوماتونه د یمن تاریخ او کلتور بیانوونکې وو او د ځنې جوماتونو په تېره بیا د صنعا جومات لرغونتوب تر سلو کالو وو.
عبدالقادر د عربستان او ورسره یو شوې عرب او امریکې له اړخه په مذهبی او لرغونې ځایونو باندې حملو په اړه وویل: دینی او لرغونې ځایونو باندې حملې کول د نړيواله قانون خلاف دی.